د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان خارجه وزیر واشنگټن کې د خپل ملک اندیښنې بیانوي


د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي واشنګټن ته ددی لپاره راغلی دی چې د امریکا لخوا پاکستان سره د څو میلیارده مرستو د مسودې په اړه د خپل هیواد اندیښنې شریکې کړي.

د پاکستان پوځي چارواکو ویلي دي چې د مرستو دا مسوده یې ملي امنیت تضعیفوي.

تمه کیږي چې نن به هغه د سپینې مانۍ د یو شمیر لوړرتبه چارواکو سر ه پر ملاقت سربیره د پاکستان او افغانستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازي رچرډ هولبروک سره هم لیده کاته وکړي.

همدارنګه ښاغلی قریشي به د امریکا د کانګرس د یو هغو شمیر هغو غړېو سره هم وګوري چې د مرستو مسوده یې جوړه کړیده.

د کیري لوګر، په نامه د مرستو د مسودې له مخې به هر کال د امریکا لخوا 1.5 میلیارده دالر پاکستان ته د ملک د پراختیا، د اقتصادي حالت د پیاوړتیا ، او د تاسیساتو د رغولو په خاطر ورکول کیږي. همدارنګه د مرستو یوه برخه د پاکستان د امنیتي قواوو د روزنې لپاره هم تخصېص شوېده.

د مرستو د مسودې له مخې به امریکایي چارواکي دا یقیني کوي چې آیا پاکستان دا هڅې کوي چې اتومي وسلې خپرې نکړي او که نه، آیا پاکستان په طالبانو او القاعده پورې تړليو جنګیاليو په ځپلوکې سخت اقدامات کوي او که نه.

امریکایي چارواکي به دا هم یقیني کوي چې د پاکستان امنیتي قواووې د پاکستان سیاسي او قضایي بهیر کې لاس وهنې نکوي.

XS
SM
MD
LG