د لاس رسي وړ اتصالات

د چین او روسیې د میلیاردونو ډالرو تړون


چین اوروسیی د میلیاردونو ډالرو تجارت معاملی د سه شنبی په ورځ لاسلیک کړلی.

دا تجارتی معاهدی دروسیی صدراعظم ویلادی میرپوټین او د چین صدر اعظم وین جیا باو په پیکنگ کی د خپل سفر په دوران کی لاسلیک کړلی.

رپوټ وایی چی ددغه سفر مقصد داو چی ددواړو هیوادونو ترمنځ تجارتی ، سیاسی اونظامی اړیکی تقویه کړی.

رپوټ وایی چی د چین صدراعظم او د روسیی صدراعظم ویلادیمیر پوټین نن د سه شنبی په ورځ د بندو دروازو دخپل مجلس په ترڅ کی دا تړونونه لاسلیک کړل.

ټاکل شویده چی ویلادیمیر پوټین د چین له جمهوررئیس هو جنتاوسره هم ملاقات وکړی.

د روسیی د صدر اعظم مرستیال الیگزاندر ژوکوف په پیکنگ کی خبریالانو ته وویل د چین اوروسیی ترمنځ د 3.5 میلیارد ډالرو په معامله کی دوه قرضی هم شاملی دی چی هریوه یی پنځه سوه ملیونو ته رسییږی.

یوه قرضه به د چین له زراعتی بانک نه د روسیی VTB ته ورکول کیږی او بله به د چین له انکشافی بانک نه دهغه روسیی انډول بانک VEB ته ورکول کیږی.

د روسیی د گازو ددولتی کمپنی گازپرام رئیس الیکسی میلر وویل چی روسیی او چین بل تړون هم لاسلیک کړیدی او دهغه له مخی به روسیه دکال اویا بلیونه متره مکعب گاز چین ته ورکوی.

د چین دولتی مطبوعات وایی چی گاز دقرضی په مقابل کی معامله به داسی وی لکه څنگه چی تیل دقرضی په مقابل کی وو او د ٢٥ بلیونو ډالرو په اندازی تیل دقرضی په مقابل کی ورکړل شوی وو او دامعامله د سږکال په اولو میاشت کی تکمیل شوه.

ښاغلی پوټین ددوشنبی په ورځ پیکنگ ته رسیدلی دی. داد هغه لومړنی سفر و چی د خپل صدارت د مقام نه وروسته یی چین ته کړی دی. ویلادیمیر پوټین په ٢٠٠٨ میلادی کال کی د روسیی صدر اعظم شویدی.

توقع ده چی له مجلس نه وروسته به په گډه یو خبری کنفرانس کی برخه واخلی. ماښام ته به هغوی دواړه له تجارانو سره په یوه مجلس کی گډون وکړی.

XS
SM
MD
LG