د افغانستان د حکومت ماموران وايي چې افغان او نړقوالو قواو څلویښت تنه وسله وال طالبان د څو عملیاتو په دوران کی وژلي دي.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت نن وویل چې دیرش کسه طالبان د سه شنبی د ورځی راهیسی تر اوسه پورې په ارزگان کی وژل شوي دي او د دفاع وزارت وايي چې یوولس تنه طالبان په زابل او غزني کې وژل شوي دي.
د حکومت ماموران وايي څلور تنه د هیواد په جنوب کی هغه وخت ووژل شول چې خپل بمونه پرې بې وخته وچاودیدل.
د افغانستان د حکومت ماموران وايي چې د زابل په ولایت کې د سړک په غاړه د بم په یوه چاودنه کې دوه افغان عسکر هم ووژل شول.
همدا راز، ناتو نن وویل چې د سه شنبی په ورځ یې عسکرو د زابل د مرکز، قلات سره نژدې یو سړی چې په موټر کی سپور ؤ وویشته.
د ناتو اعلامیه وايي چې وژل شوی سړی د طالبانو یو قوماندان ؤ، چې د ناټو عسکر ورپسې گرځیدل.