د لاس رسي وړ اتصالات

برتانیه ٥٠٠ نور عسکر افغانستان ته لیږي


د برتانیې صدراعظم گورډن برون اعلان وکړ چې پنځه سوه نور برتانوي عسکر افغانستان ته لیږي.

ښاغلي برون نن وویل چه دانوي عسکر به په دی شرط ولیږل شی چه مناسبی وسلی ولری او د افغانستان حکومت د خپلو امنیتی قواو د روزلو کار چټک کړی او هم دا چه دناتو نور ملکونو هم خپل عسکر افغانستان ته ولیږی.

د امریکا حکومت کوښښ کوي چې خپل اروپايي انډیوالان وهڅوي چې طالبانو سره د جنگ لپاره نور عسکر افغانستان ته ولیږي.

انگلستان فعلا په افغانستان کی نهه زره عسکر لري چې د امریکايي عسکرو نه وروسته یې د بل هر خارجي هیواد د عسکرو په نسبت شمیر زیات دی.

د امریکا متحده ایالات په افغانستان کی پنځه شپیته زره عسکر لري. خوپه داسې حال کې چې په افغانستان کې د برتانويعسکرو د تلفاتو شمیر زیاتیږي په دغه هیواد کې اوس ډیر خلک په دې باب پوښتنې کوي چې زمونږ عسکر ولې په افغانستان کې جنگیږي.

په کال یو دپاسه دوه زره میلادي کې په افغانستان باندې د امریکا په مشرئ د جنگ د شروع کیدلو او طالبانو د سقوط نه وروسته تر اوسه پورې په جنگ کې د انگلستان دوه سوه دولس تنه عسکر مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG