د لاس رسي وړ اتصالات

"د بایډن نظر د افغانستان په هکله نور یوازی ندی"


د نیویارک ټایمز ورځپاڼه د اکتوبر په ١۴مه لیکی چی دامریکا د جمهوری ریاست مرستیال جوزیف بایډن نظرد افغانستان په هکله نور یوازی ندی.

بایډن دافغانستان له سفر نه وروسته ویلی وو چی دابه ډیر دروند کاروی. هغه جمهوررئیس اوباما ته دافغانستان په هلکه په خپل خصوصی مجلس کی له ناامیدی نه ډک تحلیل کړی و.

نیویارک ټایمز لیکی چی د جمهوری ریاست مرستیال جوزیف بایډن د جمهوررئیس اوباما لپاره دافغانستان په برخه کی خوشبین غږ ندی. هغه په افغانستان کی د امریکا یی عسکرو د زیاتوالی خلاف قوی غږ دی.

د جمهوررئیس دافغانستان په ستراتیژی کی د شک او شبهی په اظهارولو کی مخکښ دی. اواوس دهغه نظر په سپینه ماڼی کی نور پلویان هم پیدا کړیدی په داسی حآل کی چی جمهوررئیس اوباما په خپله ستراتیژی له سره غور کوی.

نیویارک ټایمز لیکی چی جوزیف بایډن له ډیر پخوا راهیسی سناتور و او په خارجی اړیکو کی په خپلو تجربو ویاړی. اخبار لیکی چی تیره اونی د CBS په یوه خبری سروی کی ویل شوی وو چی یوازی ٣٧ فیصده امریکا یان اوس د عسکرو د زیاتوالی طرفداری کوی.

سناتور ریچر دهاس، د سنا د خارجی اړیکو د کومیټی رئیس وایی چی بایډن له ده سره مشوری کړیدی، هغه وایی چی بایډن له افغانستان نه دوتلو طرفدار ندی. خو هغه په دی برخه کی ډیر ی پوښتنی کوی چی ایا داسی لاری چاری شته دی چی ښی او یا ترښو هم غوره نتیجی ورکړی خو په کم لگښت باندی.

د ښاغلی بایډن نظر دادی چی همدا ٦٨ زره امریکا یی عسکر په افغانستان کی وساتل شی او دعسکرو د زیاتوالی په ځای د افغان قواو د روزنی کار چټک کړی شی چی هغوی د جگړی کار په خپله غاړه واخلی.

په داسی حال کی چی دالقاعده ځپلو او نیولو ته دی ادامه ورکړل شی. او په دی کی کار کی به له بی پیلوټه الوتکیواو خاصو قواو نه کار اخیستل کیږی. دهغه دی نظر ته په دیموکرات گوند کی اوس د ډیرو لیبرالانو توجه اووښتی ده.

نیویارک ټایمز د سناتور جان کیري، له قوله لیکی چی جوزیف بایډن په دی برخه کی ډیری پوښتنی کوی او په دی مسله باندی په په ژوره توگه پوهیږی. هغه څو ځلی هلته تللی دی او په دی مسله کی دخیل اشخاص پیژنی او په مسایلو یی ښه پوهیږی او ښه تحلیل یی وړاندی کړیدی.

د ښاغلی بایډ ن ستراتیژیکی اندیښنی دادی چی دی په دی پوهیږی چی امریکا او په خاصه توگه دده د گوند د لیبرالانو مرکز له جنگ نه د ستړیا په حآل کی دی او ښایی دا مسله نوره قبوله نکړی چی امریکا دی په بهرنیو مسایلو کی په پراخه توگه، داوږدی مودی لپاره دخیله او متعهده وی.

نیویارک ټایمز لیکی چی ښاغلی بایډن دافغانستان په مسله کی په ټینگه د پخوانی جمهوررئیس جورج بش ملاتړ کړی و چی د ٢٠٠١ میلادی کال د سپتمبرد ١١می له تروریستی حملونه وروسته د طالبانو رژیم نسکور کړی.

خوکله چی هغه په ٢٠٠٢ کی افغانستان تللی و نو وروسته یی بیا وویل چی نیمگړی اقدامات کافی ندی. کله چی امریکا پر عراق حمله وکړله نو جوبایډن اندیښنه ښودلی وه چی له افغانستان ته توجه بلی خواته واووښتله او بیرته یی توجه دافغانستان مسلی ته چی دیموکراتان یی ښه جنگ بولی را اړوله.

ښاغلی بایډن په ٢٠٠٨ کال کی د فبروری په میاشت کی افغانستان ته بیا سفر وکړ. هغه په دغه وخت کی په خپلو نظریاتو له سره غور کاوه.د هغه مناسبات دافغانستان له جمهوررئیس حآمدکرزی سره، په حکومت کی د پراخه اداری فساد په برخه کی، خراب شول.

جوزیف بایډ ن په دی خواشینی سو چی ښاغلی کرزي د حکومت د اداری فساد نه انکار کاوه. دهغی ماښامنی په ترڅ کی چی اوس ډیره مشهوره ده بایډن د ډوډۍ دمیز پرسر دستمال وغورځاوه او وی ویل چی داماښامنۍ نور ه پایته ورسیدله.

نیویارک ټایمز لیکی چی دامریکا د جمهوری ریاست مرستیال جوزیف بایډن ددریم ځل لپاره هم د سږکال په جنوری کی افغانستان ته ولاړ. کله چی هغه راستون شو نو په زیاته اندازه قانع و چی دامریکا دملی امنیت گټی په پاکستان کی دی. په افغانستان کی اوس د القاعده له سلو تنو غړیو نه کم پاتی شویدی. هغه دا استدلا ل کاوه چی امریکا خپلی منابع د پاکستان او افغانستان ترمنځ په بی تناسبه ډول په غلط هیواد کی لگوی.

کله چی ښاغلی بایډن دافغانستان له سفر نه راستون شو نو هغه ډیر ناامیده ښکاریده. هغه ویل چی هلته ډیره لږه حکومتداری موجوده ده. هلته ډیر زیات اداری فساد او دمخدره موادو ډیر غټ تجارت روان دی.

په دی توگه ښاغلی اوباما دیته ضرورت درلود چی په خپلو اهدافو باندی

نوی ارزیابی او کتنه وکړی چی دامعلومه شی چی اهداف باید څه وی. نهه میاشتی وروسته دامریکا جمهوررئیس براک اوباما اوس بیا د خپلو اهدافو په ارزیابی باندی لگیاد ی.

چارواکی داسی اټکل کوی چی جمهوررئیس براک اوباما به د ښاغلی بایډن او په افغانستان کی دامریکا د قوماندان جنرال ستانلی مکریستل د پیشنهادونو ترمنځ وی. خو هغوی داهم وایی چی د بایډن نظریاتو د ستراتیژی په تشکل کی نقش لوبولی دی؛ نه په ټوله مانا لکه څنگه چی دهغه نه مخکی د جمهوری ریاست بل مرستیال ډیک چینی دهغه وخت په پالیسی کی نقش لرلی و.

نیویارک ټایمز لیکی چی د جمهوری ریاست پخوانی مرستیال او اوسنی دواړه د ملی امنیت په مسایلو کی پوره تجربه لری او همدا ددی سبب دی چی دواړه په دی مسله کی په صادقانه توگه نظر ورکولی شی.

XS
SM
MD
LG