د لاس رسي وړ اتصالات

ناټو: وردگو او زابل کې د پلټنې عملیات شوي


ناټو وايي چې افغان او نړیوالو قواوو د افغانستان په ختیځ کې څو یاغیان وژلي دي.

ناټو وویل چې د پنجشنبې په ورځ افغان او نړیوالو قواوو د زابل او د وردګو په ولایتونو کې د پلټنې عملیات وکړل. په یوې خپرې سوي بیانیې کې راغلي دي چې دغو قواوو څو تنه یاغیان وژلي دي او د هغوی وسلې ، ارتباطي وسایل او دځانمرګي یو جاکټ یې د زابل ولایت د بهار په ولسوالۍ کې له مینځه وړی دی.

دغه راز ناټو دا هم ویلي دي چې د وردک ولایت د چک په ولسوالۍ کې یې څو تنه یاغیان وژلي دي.

د چارشنبې په ورځ د بریتانیې د باندنیو چارو وزیر ښاغلي ګورډن برون اعلان وکړ چې افغانستان ته به نور ۵۰۰ عسکر ورلېږي چې د دې سره به په افغانستان کې د بریتانیوي قواوو شمیر ۹۵۰۰ عسکرو ته ورسېږي.

ښاغلي برون د چارشنبې په ورځ وویل چې په قواوو کې زیاتوالی په دې شرط راځي چې قواوې سمې مجهزې سي، د افغانستان د ملي امنیتي ځواکونو روزنه او پالنه چټکه سي او د ناټو نور ملګري هیوادونه هم په افغانستان کې خپلې قواوې زیاتې کړي.

په عین حال کې سپېنې ماڼۍ او ناټو د بریتانیې ددغه اقدام نه هرکلی کړی دی. د سپینې ماڼۍ ویاند ښاغلي رابرت ګیپس وویل چې د افغانستان ماموریت ته قوي او با اعتیبار ملګرتیا ډیره مهمه مسله ده.

د بلي خوا د ناټو یوه نطاق ښاغلي جیمس اپاتوریا وویل چې د ناټو نور ملګري هیوادونه باېد دا وښيي چې د افغانستان ماموریت ته څه کولای سي.

د یادونې وړ ده چې د جمهور ریْس اوباما د حکومتي چارواکو ترمینځ په دې خاطر چې افغانستان ته د څلویښتو زرو نورو عسکرو د لېږلو په هکله پرېکړه وشي یو لړ تاوده بحثونه روان دي.

په آمریکا کې د افغانستان سفیر ښاغلي سید جواد طیب د آمریکا غږ ته په یوه مرکه کې وویل چې د افغانو او نړیوالې قواوې کافي نه دي چې د افغانستان اوسني ستونزې حل کړي.

ښاغلي طیب زیاته کړه چې افغانستان ته د نورو قواوو لېږل هغه تعهد څرګندوي چې په یاغیانو باندې د بري ترلاسه کولو د دپاره شوی دی.

XS
SM
MD
LG