د لاس رسي وړ اتصالات

عبدالله وايي دوهم ځل انتخابات کیدونکي دي


د افغانستان د جمهوري ریاست د انتخاباتو کاندید عبدالله عبدالله وايي چې دی هیله مند دی چې د ملګرو ملتونو په ملاتړ د شکایاتو د اوریدو کمیسون دخوا د تحقیقاتو په نتیجه کې به د دویم ځلي انتخابات اعلان سي.

ویل کیږي چې د شکایاتو د اوریدو کمیسون به په راتلونکو څو ورځو کې په انتخاباتو کې د درغلیو او ټګۍ برګی ادعاګانې چې د جمهور ریْس کرزي په مقابل کې سوي دي، نتایج په څو ورځو کې اعلان کړي.

د افغانستان د اګست د شملې نېټې د انتخاباتو لومړنیو نتیجو ښودلې چې جمهور ریْس کرزي ۵۴ په سلو کې رایې ګټلي دي خو که چیري د شکایاتو د اوریدو کمیسون د جمهو رئیس کرزي زیاتې رایې باطلې کړي نو د دویم ځلي انتخاباتو امکان به رامینځ ته سي.

XS
SM
MD
LG