د لاس رسي وړ اتصالات

د اسامه بن لادن د ژوند رازونه


ویل کیږی د القاعدې د مشر اسامه بن لادن په باب به د هغه د میرمني او زوی له خوا یو نوی کتاب ژر خپور سي.

د اسامه بن لادن میرمن ( نجوا ) او زوی یې ( عمر ) وایی چی د القاعدې مؤسس عصري تسهیلات لکه بریښنا نه خوښول او دا یې غوښتل چی خپل زامن صحرا ته چی خواړه او اوبه ورسره نه وي واستوي.

په دې کتاب کې چې (ژوند له بن لادن سره) نوم ورکړل شوی، دا هم راغلي چی کله چی بن لادن د خپلي کورنۍ د غړو سره په سوډان کی سفر کاوه، هغه په دښت کی د خوب کولو دپاره غارونه وکیندل او د غارونو خولې یې د ونو په پاڼو او ښاخونو سره وپوښلې

د سینټ مارټین په نامه یوه مطبوعاتی مؤسسه غواړی دغه کتاب ددې میاشتی په آخیر کی را وباسی.

دغه موسسه وایی چی دا کتاب به د اسامه بن لادن په باب ډیر شیان څرگند او روښانه کړي.

د مثال په توگه په کتاب کی ویل شوي دي چی هغه د پښتورگو عملیاتو ته ضرورت نه لري، مگر صحت یې په عمومی توگه ښه دی، یوازی کله کله یې په پښتورگي کی ډبري پیدا کیږي او په ملاریا هم اخته کیږي.

XS
SM
MD
LG