د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې ۴ امریکايي عسکر ووژل شول


د امریکا د متحده ایالاتو اردو وايي چې څلور عسکر یې د افغانستان په جنوب کې په یوې چاودنه کې وژل سوي دي.

په هغه خبر پاڼې کې چې د دغو قواوو د خوا خپره سوه راغلي چې دوه عسکر یې په سیمه کې ځای پر ځای ووژل سول او دوه نور یې وروسته د خپلو ټپونو نه مړه شول.

خبر پاڼه لیکي چې دغه چاودنه د پنجشنبې په ورځ وسوه. عسکرو د پېښې په هکله نور تفصیلات نه دي خپاره کړي.

سږ کال په افغانستان کې د خارجي قواوو دپاره تر ټولو خونړۍ کال دی.

د پنجشنبې په ورځ د امریکا یوه متقاعد افسر د امریکا د جمهور ریْس بارک اوباما نه وغوښتل چې په افغانستان کې د آمریکايي او ناټو د قواوو د قوماندان جنرال مکریستل غوښتنه چې وايي افغانستان ته دي نورې قواوې ورواستول سي، پرځای کړي.

ښاغلي ټامس تریدویل چې (په بهرنیو جګړو کې د امریکايي عسکرو) په نامه د یوې ډلې مشر دی وايي چې د اوباما د حکومت تر منځ د بحثونو نه افراطي ډلې ګټې اخلي. ښاغلي ترېدویل وېره څرګنده کړه چې د دښمنانو هڅې به لازیاتې سي چې امریکايي عسکر ووژني.

د بلي خوا د فرانسې جمهور رئیس نیکولا سرکوزي یو ځل بیا افغانستان ته د نورو فرانسوي عسکرو د لیږلو مسله رد کړه خو هوډ یې وکړ چې په افغانستان کې به فرانسوي عسکر تر هغه پورې پاته سي چې د متحدینو ماموریت بریالی کیږي.

په عین حال کې لاتویا هم موافقه وکړه چې د آیساف په قواو کې به خپل ماموریت یو کال نور تمدید کړي. لاتویا اوس په افغانستان کې۱۶۰ عسکر لري.

XS
SM
MD
LG