د لاس رسي وړ اتصالات

رپوټ: ښايي افغانستان کې دوهم ځلي انتخابات وشي


د افغانستان د اګست د میاشتې د انتخاباتو په اړه یو رپوټ وايي چې په انتخاباتو کې د ټګۍ برګۍ د ادعاګانو په هکله د تحقیقاتو د نتیجې په توگه ښايي د جمهور رئیس کرزي او د هغه د مهم سیال عبدالله عبدالله ترمنځ دویم ځلي انتخابات وشي.

د امریکا د واشنګټن پوست ورځپاڼه وايي چې د ملګرو ملتونو په ملاتړ د انتخاباتو د شکایاتو د اوریدو کمیسون د جمهور ریْس کرزي د رایو برخه ۴۷ فیصده ته راکښته کړې چې دا تر ۵۰ فیصده کمېږي.

د ملګرو ملتونو مامورین وايي چې د انتخاباتو رسمي نتایح به سبا د شنبې په ورځ اعلان شي.

د انتخاباتو لومړنیو نتایجو وښوده چې جمهور ریْس کرزي په سلو کې ۵۴ رایې او د هغه مهم سیال ډاکټر عبدالله عبدالله په سلو کې ۲۸ فیصده رایې ګټلي دي.

په عین حال کې په امریکا کې د افغانستان سفیر سید طیب جواد د پنجشبنې په ورځ وویل چې د دویم ځلي انتخاباتو امکانات موجود دي.

دغه راز واشنګټن پوست د یوه امریکايي چارواکي د خولې وايي چې د جمهور رئیس کرزي او ښاغلي عبدالله عبدالله ترمینځ د دویم ځلي انتخاباتو مسله مخکي لا په کابل کې د ملګرو ملتونو دفتر ته رسېدلې خو ډیره مهمه موضوع د امنیت نشتوالی دی.

په عین حال کې د پنجشنبې په ورځ ښاغلي عبدالله د جمهور رئیس کرزي سره د ایتلاف شایعات رد کړل او د ښاغلي کرزي یو سلاکار هم د امریکا غږ سره په مرکه کې وویل چې کرزی به ایتلافي حکومت ونه مني.

XS
SM
MD
LG