د لاس رسي وړ اتصالات

پیښور کې ٢ ځانمرگو حملو ١١ تنه ووژل


د پاکستان پولیس وايي چې ځانمرګو حمله کونکو د پېښور په ښار کې د پولیسو یوه تحقیقاتي دفتر ته څیرمه دوې چاودنې وکړې او ۱۱ کسه یی ووژل.

د سیمې نه اخیستل شویو تلویزوني تصویرونو یو سوځېدلی موټر وښود. په دغو چاودنو کې د پیښې ځای ته نږدې یو جومات ته هم زیان رسیدلی دی.

پولیسو ویلي دي چې ځانمرګو حمله کونکو چې یوه ښځه هم په کې شامله وه، د انفجاري موادو ډک یو موټر او موټرسایکل د پولیسو د مرکز پر خوا وروستل او چاودني یې وکړې.

ویل کېږي چې د نن ورځې حمله په پاکستان کې دویمه معلومه حمله ده چې یوه ښځه یې کوي.

ددغه حملې مسولیت لا تردغه دمه چا په غاړه نه دی اخیستی.

په پاکستان کې په تیرو دوو اونیو کې په بیلابیلو چاودنو کې د ۱۵۰ نه زیات کسان وژل شوي دي.

پرون د پنجشنبې په ورځ د لاهور په ښار کې د پولیسو پر څو مرکزونو باندې د حملو په نتیجه کې لږ تر لږه ۳۹ کسه ووژل شول.

XS
SM
MD
LG