د لاس رسي وړ اتصالات

افغانان د تقلبي رایو د سپیناوي نتیجې ته انتظار باسي


نړیوال فشارونه نن شنبې په داسې حال کې مخ په زیاتیدو دي چې د افغانستان خلک د انتخاباتو په اړه د شکایتونو د اوریدو د کمیسیون راپور ته انتظار باسي چې ښايي په دغه ملک کې د جمهوري ریاست د دوهم ځلي انتخاباتو سبب شي.

په دغه لړ کې څو تنه بهرني عالي رتبه مقامات نن کابل ته راغلي. په دوی کې د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر برنارډ کوشنر او امریکايي سناتور جان کیري هم شامل دی.

د انتخاباتو په اړه د شکایتونو د اوریدو کمیسیون د هغو تورونو په اړه تحقیقات کوي چې وايي د اسد د ٢٩مې نیټې په انتخاباتو کې ډیره زیاته جعلکاري او تقلب شوی دی.

په هغو ابتدايي نتایجو کې چې یوه میاشت مخکې اعلان شوې، د جمهور رئیس کرزي د رایو اندازه ٥۴ فیصده او د هغه د مهم سیال د بهرنیو چارو د پخواني وزیر عبدالله عبدالله د رایو اندازه ٢٨ فیصده ښودل شوې وه.

د شکایتونو د اوریدو کمیسیون پرون وویل چې د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون له استازو سره خبرې کوي او هغوی به وروستئ نتیجې اعلان کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې هیلري کلینټن، د ملگرو ملتونو عمومي منشي بان کیمون او د برتانیې صدراعظم گورډن براون پرون د جمعې په ورځ په داسې حال کې له جمهور رئیس کرزي سره په ټلیفون کې خبرې وکړې چې په دې اړه اندېښنې مخ په زیاتیدو دي چې څوک به څه وخت د افغانستان د آینده مشر په توگه واک په لاس کې واخلي.

د افغانستان له پاره د امریکا پخواني سفیر زلمي خلیلزاد هم په روانه هفته کې کابل ته سفر وکړ او له جمهور رئیس کرزي او عبدالله عبدالله سره یې وکتل. ښاغلي خلیلزاد د جمعې په روځ ناوخته خبریالانو ته وویل چې هغه پر دواړو کاندیدانو باندې ټینگار وکړ چې دغه حساس وخت ته د ارزښت په سترگه وگوري.

د نړۍ چارواکي له جمهور رئیس کرزي او عبدالله عبدالله نه غواړي چې د واک په شریکولو باندې موافقه وکړي.

چارواکي وايي، که دوهم ځلې انتخاباتو ته ضرورت شي، نو هغه باید د لومړیو انتخاباتو د نتایجو د اعلان دوه هفتې وروسته تر سره شي خو څارونکي وايي چې دا کار به ډیر مشکل وي.

د واشنگټن پوسټ ورځپاڼې یوه ورځ مخکې رپوټ خپور کړ چې د شکایتونو د اوریدو کمیسیون د جمهور رئیس حامد کرزي د رایو اندازه ۴٧ فیصدو ته راکمه کړې ده چې دا له هغه اندازې رایو نه کمې دي چې له مخې یې کرزی په لومړۍ مرحله انتخاباتو کې بریالی اعلان شي.

په کابل کې د ملگرو ملتونو یوه ویاند، حلیم صدیق پرون امریکا غږ ته وویل چې د اسد د ٢٩مې نیټې د جنجالي رایو په اړه د کمیسیون د تحقیقاتو نتایج به ډیر ژر اعلان شي.

تمه کیده چې نتایج به د جمعې په ورځ اعلان شي، خو اوس نه ده معلومه چې وروستۍ پریکړه به کله اعلانیږي.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وايي چې دا لا تر اوسه له وخت نه مخکې ده چې د دوهم ځلي انتخاباتو د کیدو پیشبیني وشي. په واشنگټن کې د افغانستان سفیر سید طیب جواد د پنجشنبې په ورځ وویل ښايي دوهم ځلې انتخابات وشي.

د اسد د ٢٩مې نیټې په انتخاباتو کې په زیاته اندازه د تقلب او جعلکاریو د کیدو رپوټونو د انتخاباتو نتایج وځنډول.

امریکايي مقامات وايي، دغه انتخابات د افغانستان لپاره د ستراتیژئ په تعینولو کې مهم ارزښت لري.

XS
SM
MD
LG