د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان د حملو له فشارونو لاندې دی


د امریکا د کانګرس غړو پر دې کار وکړ چې په پاکستان کې د ملکي مرستو د پلان پر سر راپورته سوي جنجالونه حال کړي. دغه راز د سنا غړو په امریکا کې د افراطیت د ګواښ په هکله هم خبرې وکړې.

دوې اونۍ مخکي پرله پسې ځانمرګو او نورو حملو پاکستان وښوراوه. ددغه ملک د کورنیو چارو وزیر وايي چې دښمن چریکي جګړه پیل کړېده.

د طالبانو مشرانو ویلي دي چې دغه حملې یې ځکه کړي دي چې حکومت په پام کې لري چې په جنوبي وزیرستان کې د یاغیانو پرضد عملیات وکړي. ياغیان د پاکستان د قبایلي سیمو نه په دې خاطر چې د حکومت پر مرکزونو حملې وکړي کار اخلي.

د پنجشنبې په ورځ د امریکا جمهور ریْس بارک اوباما د پاکستان دپاره د ۷،۵ میلیارده ډالرو ملکي مرستو قانون چې د امریکا د کانګرس دخوا تصویب سوی و، توشح کړ. ددغه قانون په ترڅ کې به د پاکستان سره د روغیتا، ښوونې او روزنې او امنیت په برخو کې مرسته وسي

خو ددغه قانون سره د پاکستان قوي اردو او مخالف ګوندونو سخت مخالفت وښود. تیره اونۍ د پاکستان اردو د دغه قانون پر یوې ماده باندې چې په کې ویل سوي وه چې د پاکستان اردو د یاغیانو څخه ملاتړ کوي، سختې نیوکې وکړې.

خو په اسلام آباد کې ملکي حکومت وايي چې د امریکا متحده ایالاتو په یو لړ اقداماتو لاس پوري کړ چې په اسلام آباد کې راپورته سوي سیاسي جنجالانه آرام کړي.

د امریکا د کانګرس غړي وايي چې ددغه قانون په محتویاتو کې به بدلون رانسي خو د چارشنبې په ورځ د کانګرس غړو د پاکستان د باندنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ته په واشنګټن کې وویل چې یادسوي قانون پر پاکستان باندې هیڅ ډول شرط نه دی وضع کړی.

د امریکا متحده ایالات د ترهګرۍ پرضد په نړیواله مبارزه کې پاکستان ته د یوه مهم ملګري په سترګه ګوري. خو د دې ټولو نه را تېره یو بله موضوع چې د ترهګرۍ په خلاف د جګړې سره تړاوو لري هغه دا ده چې په امریکا کې د ترهګرۍ د مخ پرزیاتیدو ګواښ سره څنګه معامله وسي.

د امریکا د فدرالي تحقیاتو د ادارې یا اف بي آی ریْس رابرت میولر تیره میاشت د امریکا د سنا یوې استماعیې غونډې ته خبرې وکړې. هغه وویل چې امنیتي مقاماتو په درې ورستیو میاشتو کې په امریکا کې د ترهګرۍ د څو دسیسو په هکله معلومات ترلاسه کړي دي. هغه په دې خاطر هم اندېښنه څرګنده ګړه چې د امریکا او نورو غربي هیوادونو ځېنې اتباعې پاکستان او سومالیا ته د ترهګرۍ د روزنۍ په خاطر ځي.

د امریکا حکومت وايي چې یو مشکوک کس یې نیولی دی چې نجیب الله ځاځی نومېږي. هغه تیرکال پاکستان ته سفر کړی و او هلته یې د وسلو او چاودیدونکو مواد په برخه کې روزنه لیدلی ده. مقامات وايي چې هغه د ځان سره د بم جوړولو لارښودونه راوړي وه او د سپتمبر پر ۱۰ مه نېټه یې نیویارک ته سفر کړی و چې یو تروریستي حمله پلان کړي.

نجیب الله ځاځی د تروریستان سره هر ډول تړاوو ردوي. هغه امریکا ته لس کاله مخکي راغلی دی او د امریکا قانوني دایمي اوسېدونکی دی. هغه په اصل کې د افغانستان دی او د نیول کېدو مخکي یې د کولورادو په ښار کې د هوايي میدان یو بس چلوی. هغه تیره میاشت په کولورادو کې ونیول سو.

دغه اونۍ داسي ریپوټونه خپاره سول چې هغه د القاعده ترهګرو د مشرتابه سره اړېکې درلودې. استخباراتي مامورین وايي چې په افغانستان کې د القاعده ترهګرو د عملیاتو مشر د یوه کس له طریقه چې ټیټه ونه یې وه، د ځاځي سره یې ارتباط ټینګ کړی و.

د امریکا لوی څارنوال اېریک هولدر د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر د ۱۱ مې نېټې را په دېخوا دغه قضیه یو جدي ګواښ وباله.

په یوه جلا قضیه کې فیدرالي مامورین د شلو تنو نه زیاتو سومالیایانو قضیه څېړي چې د مینیسوتا په ایالت کې یې ژوند کاوه او په ناڅاپي دول ټول لادرکه سول. داسي ویل کېږي چې دوی سومالیا ته تللي وي او هلته د الشباب د ډلې سره یې کار پیل کړی وي. دغه ډله د القاعده ترهګرو سره لاس لري.

شیروا احمد چې د امریکا تبعه و او د مینیسوتا په ایالت کې یې ژوند کاوه لومړۍ امریکايي تبعه و چې تیر کال یې د اکتوبر په میاشت کې په سومالیا کې ځانمرګی برید وکړ.

XS
SM
MD
LG