د لاس رسي وړ اتصالات

د نړۍ د ډیرو الماسو تولیدونکي ملک انتخابات وکړل


د بوتسوانا په ملی انتخاباتو کی چی نن د شنبې په ورځ ترسره سول، د هغه ملک حاکم گوند د کامیابۍ ادعا کړې او دا یې ېقیني کړې ده چی برحال جمهوررئیس ( ایان خاما ) به ددې ملک چی دنړۍ ترټولو غټ الماس تولیدونکی هیواد دی ، د جمهوررئیس په توگه پاته وی.

د بوتسوانا دیموکراتیک گوند نن دا اعلان وکړ چی په پارلمان کی یې ٢٩ چوکۍ چی د اکثریت د ترلاسه کولو د پاره ضروري دي، گټلي دي. د بوتسوانا پارلمان ټولي ٥٧ چوکۍ لری.

نوی انتخاب سوی پارلمان به جمهوررئیس د پنځو کالو د پاره ټاکي.

د خاما گوند په ١٩٦٦ کال کی د برتانیې نه د خپلواکۍ اخیستو را پدې خواپه بوتسوانا کی حکومت کوی. دغه هیواد په افریقا کی چی اکثره ملکونه یې د ناآرامیو سره مخامخ دي په امنیتي لحاظ آرام او باثباته دی.

XS
SM
MD
LG