د لاس رسي وړ اتصالات

درې امریکايي عسکر ووژل شول


ناټو وايي چې درې آمریکايي عسکر په افغانستان کې د بم په دوو جلا حملو کې وژل سوي دي.

ناټو چارواکي وايي چې پرون د جمعې په ورځ د آمریکا د اردو دو عسکر د افغانستان په ختیځ کې په یوه چاوودنه کې ووژل سول. په ېوه جلا پېښه کې د آمریکا د اردو یو بل عسکر د افغانستان په جنوب کې ووژل سو.

سږ کال په افغانستان کې د نړیوالو قواوو دپاره تر ټولو خونړۍ کال دی.

د آمریکا جمهور ریْس بارک اوباما اوس په افغانستان کې د ناټو او آمریکايي قواوو د قوماندان جنرال مکریستل پر غوښتنې چې دغه ملک ته نور قواوې ورلېږي، غور کوي.

XS
SM
MD
LG