د لاس رسي وړ اتصالات

پر جنوبي وزیرستان پوځي عملیات پیل شول


پاکستاني چارواکي وايي چې اردو یې د طالبانو پر ضد په جنوبي وزیرستان کې چې د ډیرې مودې نه یې انتظار کېدی، عملیات پیل کړي دي.

پوځ ویلي دي چې تقریباْ ۲۸ زره عسکر یې نن د شنبې په ورځ په سیمه کې ځای پر ځای سوي دي چې د تقریباْ ۱۰ زره تندرو طالبانو سره د جنوبي وزیرستان په غرنۍ سیمه کې جګړه وکړي. جنوبي وزیرستان چې د افغانستان سره په سرحد کې پروت دی، د طالبانو مورچل دی.

چارواکو وویل توپ لرونکي هلیکوبترې او جټ طیارې آماده دي او ځمکنۍ قواوې سیمې ته ورغلي دي.

نظامي چارواکي وايي چې پوځ د ژمي په خاطر چې واوری اورېدو ته څو نورې اونۍ پاته دي، ددغو ځمکنیو عملیاتو دپاره ډیر محدود وخت لري.

څو ساعته مخکي له دې چې دغه عملیات پیل سي، د پاکستان پوځ سیمه ته د تګ راتګ لارې بندې کړې.

په جنوبي وزیرستان کې د پوځ عملیات په داسي حال کې کېږي پیل کېږي چې په تېرو دو اونیو کې په څو خونړیو حملو کې چې وېل کېږي یاغي طالبانو کړې وي، د ۱۵۰ نه زیات کسان ووژل سول.

پاکستاني مقاماتو ویلي دي چې دغه هوايي او د توپخانې عملیات یې د دې دپاره پیل کړل چې د یاغي طالبانو دفاعي قوه ضعیفه کړي او اردو ځان ځمکنیو حملو ته چمتو کړي.

پرون د جمعې په ورځ د پاکستان پوځي اوسیاسي مشرانو په اسلام آباد کې یوه غونډه وکړه او په کې یې په دغه هیواد کې د تشدد مخنیوي ، د جنوبي وزیرستان پر عملیاتو او دغه راز په یادسویو عملیاتو کې د ملکي خلګو د بېځایه کېدو پر مسلو خبرې وکړې.

د ملګرو ملتونو د مهاجرنیو د چارو ادارې ریپوټ ورکړی دی چې په زرګونو تنه ملکي خلګ د جنوبي وزیرستان نه د عملیاتو د بېره په خاطر وځي. ملګرو ملتونو ویلي دي چې د روان کال د مې د میاشتې را په دیخواه د سیمې نه د یو لکو نه زیات خلګ بېځایه سوي دي.

د مهاجرینو د چارو ادارې ویلي دي چې دغه اداره د نورو محلي ادارو سره کار کوي چې په پر هغو خلګو باندې چې د وزیرستان نه وځي ، ځېنې کمکي مواد لکه ترپالونه، د آشپزۍ مواد او بړستنې ووشي.

XS
SM
MD
LG