هندي چارواکي وايي چې ددغه ملک په جنوب کې د اورلوبو د یوې ډیپو د چاودنې له کبله لږ تر لږه ۳۲ کسه وژل سوي دي.
پولیس وايي چې دوه تنه یې چې د ډیپو خاوند هم په کې شامل دی، د پېښې په تړاو نیولي دي.
رپوټ وايي چې په دغه پېښه کې چې پرون د جمعې په ورځ د عنعنوي دیوالي د ورځې د لمانځلو پرمهال وسوه، ۱۰ تنه نور کسان په کې ټپیان سوي هم دي. د دیوالي په ورځ په هند کې خلګ د اور لوبې کوي.
دغه خونړۍ پېښه د پالیپت په کلي کې چې د چینای د ښار نه ۹۰ کیلومتره فاصله لري، د اورلوبو په یوه ډیپو کې وسوه.
د پېښه په قربانیان کې هغه خلګ هم شامل دي چې د دیوالي دپاره یې پټاکۍ او نور د اورلوبو مواد رانیول.
د دیوالي مراسم څو ورځې په هند کې دوام کوي او خلک په دغو ورځو کې نوي کالي اغوندي، شیرنیانې سره وېشي، شمونه لګوي او پټاکۍ غورځوي.