د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان په جگړې تورن ٥ استرالیایانو ته د عمري بند سزه


د آسترالیا یوې محکمې پنځه مسلمان سړي په دې ملزم کړي چې د تروریستي عمل د ترسره کولو دسیسه یې جوړوله.

د نیو سود ویلس سترې محکمې د لسو میاشتو تحقیقاتو نه وروسته دا فیصله وکړه چې دغې ډلې دا پلان درلود چې د بمونو او توپکو حملې وکړي او له دې کبله د آسترالیا خلکو ته سزا ورکړي چې د عراق او افغانستان په جګړې کې یې برخه اخیستې ده.

دغه پنځه کسه په ۲۰۰۵ کال کې نیول شوي وو.

څارنوالانو په هغوی باندې تور لګولی چې غوښتل یې تروریستي حملې وکړي مګر دا یې نه ده څرګنده کړې چې هغوی دا حملې پر کومو ځایونو باندې کولې.

ویل کيږي چې پر دغو پنځو تنو ته کیدای شي د ډسمبر په میاشت کې د عمري بند سزا ورکړل شي.

XS
SM
MD
LG