د پاکستان پوځ نن د افغانستان د سرحد سره د جنوبی وزیرستان په غرنیو سیمو کی د یاغیانو سره سخت جنگ وکړ.
دا دویمه ورځ ده چی پاکستانی پوځ چی د جنگی جټ الوتکو لخوا یی هوایی ملاتړ کیده د طالبانو او القاعدی پرخلاف عملیات پرمخ بیایی.
چارواکی وایی چی د دی عملیاتو په لومړیو څلیرویشتو ساعتونو کی شپیته یاغیان او پنځه پاکستانی عسکر وژل شوی دی.
د پاکستان د پوځ نطاق تورن جنرال اطهر عباس وویل چی د پرون راهیسی تقریبا دیرش زره عسکر د یاغیانو په مهمو مرکزونو باندی د دریو لارو لخوا عملیات پیل کړی دی چی تقریبآ لس زره یاغیان او بهرنی جنگیالی ختم کړی.
پوځ وایی چی پرون یی د سپین کی رغزی په سیمه کی د یاغیانو یو غرنی مرکز نیولی دی.
دغه عملیات چی د ډیر وخت مخکی په نظر کی نیول شوی وو ،په تیرو دوو اونیو کی د یو لړ هغو حملو وروسته پیل شول چی ١٧٥ تنه پکی ووژل شول.
حکومت د دی حملو پړه په جنوبی وزیرستان کی میشته طالبانو باندی اچولی ده.