د لاس رسي وړ اتصالات

توقع ده چې دانتخاباتو کومېسېون د تقلب رپوټ نن ددوشنبی په ورځ خپور کاندی


د انتخاباتو د شکایتونو د اوریدو کمیسون چې د ملګرو ملتونو ملاتړ ورسره دی د افغانستان د جنجالي انتخاباتو په ترڅ کې د شویو درغلیو رپوټونه څیړي او تمه کیږي چې نن د دوشنبې په ورځ خپل هغه رپوټ خپور کړي چې زیات انتظار ورته کیږي.

د دغه کمیسون یوه ویاند وویل چې هغوي به خپل رپوټ د کابل پر وخت تر غرمې وروسته خپور کړي.

د رایو لومړنیو نتیجو دا ښودلې وه چې برحاله جمهور رییس حامد کرزی تر ټولو مخکښ و او د ټولو رایو څخه یېپه سلو کې 54 رایې ګټلې وې. خو که چیرته د انتخاباتو د شکایتونو د اوریدو کمیسون یو شمیر مشکوکې رایې باطلې اعلان کړي نو د برحاله جمهور رییس حامد کرزي فیصدي به تر پنځوسو راټیټه شي او هغه به دیته مجبور شي چې د خپل نږدې انتخاباتي سیال عبدالله عبدالله سره دوهم ځلي انتخابات وکړي.

د بهرنیو هیوادونو یو شمیر چارواکو هم چې پدې وروستیو ورځو کې یې کابل ته سفرونه کړیدي د جمهور رییس حامد کرزي څخه یې غوښتي دي تر څو د شکایتونو د اوریدو د کمیسون رپوټ ومني.

همدارنګه د امریکا یو شمیر چارواکو هم ویلي دي چې جمهور رییس براک اوباما به تر هغې افغانستان ته د اضافي عسکرو د لیږلو پریکړه ونکړي تر څو پورې چې په افغانستان کې د انتخاباتو ستونزه نه وي حل شوي او د افغانستان حکومت دیته چمتو نه وي چې د امریکا سره همکاري وکړي.

بهرني څارونکي د افغانستان د انتخاباتو په اړه وايي چې د هرو دریو رایو څخه یوه رایه هغوي ته مشکوکه ده او داسې ګمان کیږي چې اکثره مشکوکې رایې د جمهور رییس حامد کرزي په ګټه استعمال شویدي.

د افغانستان د جنجالي انتخاباتو راپدیخوا په تیرو څو میاشتو کې په هیواد کې تاوتریخوالي زور اخیستی او د بهرنیو قواوو مرګ ژوبله هم زیاته شویده.

د سپیني ماڼې اداری رئیس رام ایمانیول د تیرې یکشنبې په ورځ وویل چې نظامي او د دفاع وزارت چارواکي به په روانه او راتلونکې اوونۍ کې له جمهور رییس اوباما سره د افغانستان د ستراتیژۍ په اړه خپلو سلا مشورو ته ادامه ورکړي.

په افغانستان کې د ناټو او امریکایی قواوو عمومي قوماندان ستر جنرال سټنلي مکرسټل خبرداری ورکړی چې که چیرته افغانستان ته اضافي عسکر وانستول شي نو امریکا به پدغه هیواد کې جګړه وبایلي. داسې ویل کیږي چې هغه به د 40 زرو اضافي عسکرو غوښتنه به ېې کړې وي

XS
SM
MD
LG