د لاس رسي وړ اتصالات

ایران:که خبری ناکامی شوی نو یورنیم غنی کول به  ادامه لری


د ایران یوه چارواکي ویلي دي که چیرته د نړۍ د سترو قدرت لرونکو هیوادونو سره یې د هستوي پروګرام پر سر خبرې اترې ناکامې شي نو ایران به پخپله خاوره کې دننه د یوارنیمو غني کولو ته ادامه ورکړي.

د ایران د اتومي پروګرام ویاند علي شیرزادیان دا خبرې د دوشنبې په ورځ د ایران دولتي تلویزوني ته پخپله وینا کې وکړې. هغه دا خبرې یوازې څو ساعته وړاندې تر هغې وکړې چې په ویانا کې ایران د نړۍ د سترو قدرت لرونکو هیوادونو سره د خپل اتومي پروګرام په سر خبرو ته کښیني.

په ویانا کې د ایران، فرانسې ، امریکا او د اتومې انرژۍ د نړیوالې ادارې استازي پدې اړه بحث کوي تر څو ایران ته دا وړاندیز وکړي چې هغه به یورانیم فرانسې او روسیې د غني کولو او د اتومي بټیو لپاره د سون موادو د ترلاسه کولو لپاره استوي.

د غربي هیوادونو یو شمیر دیپلوماتان داسې فکر کوي چې دا به د ایران او نړیوالې ټولنې تر منځ اعتبار لا زیات کړي. ځکه چې که چیرته یوارنیم د ایران نه بهر په کوم بل هیواد کې غني شي نو دا به په هغه کچه نه غني کیږي چې د اتومي وسلو په جوړولو کې ترې کار واخیستل شي

XS
SM
MD
LG