د لاس رسي وړ اتصالات

ایران وایی :پاکستان ،برتانیه او امریکا یاغیانو سره مرستی کوی


د ایران حکومت په پاکستان، برتانې او امریکا دا تور لګولی چې د یاغیانو سره مرستې کوي. ایراني چارواکي وایي چې یوه ځانمرګي برید کوونکي د تیرې یکشنبې په ورځ د ایران د انقلاب ساتونکو (پاسداران انقلاب) د شپږو تنو قوماندانانو په شمول 36 تنه نور ووژل.

د ایران د انقلاب ساتونکو قواوو مشر تورن جنرال محمد علي جعفري د دوشنبې په ورځ وویل چې د پاکستان او امریکا استخباراتي ادارو یاغیانو ته په پاکستان کې روزنه ورکړیده. د ایران جمهور رییس محمود احمدي نژاد هم ویلي و چې د دغه برید پلان په پاکستان کې جوړ شوی و.

یوه ځانمرګي برید کوونکي د تیرې یکشنبې په ورځ د ایران د سیستان په ایالت کې د انقلاب د ساتونکو قواوو په یوې غونډې کې خپل ځان په بم والوزاوه. پدغه غونډه کې د شېعه او سني قومونو مشران هم د پیشین په ښار کې راټول شوي و . دا سیمه د پاکستان او ایران پولې ته نږې پرته سیمه ده.

دغه سیمه د سني یاغیانو مرکز دی او د څه مودې راهیسې د ایران د امنیتي قواوو ، سني یاغیانو او د مخدره موادو د قاچاقبرانو تر منځ وخت نا وخت جګړې پکې رامنځته کیږي.

XS
SM
MD
LG