د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کی د دویم ځلي انتخاباتو امر وشو


دافغانستان د انتخاباتوکمیسیون امر کړی دی چی د جمهوری ریاست دویم ځلی انتخابات دی د عقرب د میاشتی په١٦مه نیټه باندی وشی.دافغانستان جمهوررئیس حامد کرزی د سه شنبی په ورځله دی سره موافقه وکړله چی ده د اسد د میاشتی د جمهوری ریاست پهانتخاباتو کی قاطع اکثریت ندی گټلی او دویم ځلی انتخابات به وکړی.

دملگرو ملتونو دانتخاباتو د تحقیق هیئت ددوشنبی په ورځ اعلان وکړ چی دوی د دری برخو رایو له جملی نه یوه برخه رایی د تقلب اودرغلی له امله باطلی کړیدی. په دی توگه ښاغلی کرزی د اکثریت رایو له گټلو نه محروم شو او ددویم ځلی انتخاباتو لپاره لاره اواره شوله.ډاکټر عبداله عبدالله، د افغانستان پخوانی خارجه وزیر په دویمه درجه کی واقع شویدی.

ښاغلی کرزی په کابل کی په خبری کنفرانس کی وویل چی دویم ځلی انتخابات په افغانستان کی ددیموکراسیلپاره یو قدم پرمختگ دی او خلکو ته غټ فرصت په لاس ورکوی خپل عزم ثابت کړی او هیواد پر مخ بوزی.

دافغانستان جمهوررئیس حآمد کرزی دافغانستان په خلکو باندی غږ کړیدی چی د عقرب ١٦مې نیټی په انتخاباتو کی برخه واخلی. ښاغلی کرزی خبریالانو تهپه خبری کنفرانس کی وویل چی اوس هغه وخت ندی چی په انتخاباتو کی د تقلب تیرو پیښو تهوکتل شی.

ښاغلی کرزی پر نړیواله ټولنه هم غږ وکړ چی په خپلو هغو وعدو باندی وفا وکړی چی واییدویم ځلی انتخابات به په امن کی سرته ورسیږی. هغه وویل چی خلک دیته ضرورت لری چی خپلی رایی په داسی یوه فضا کی ورکړی چی امنیتی خطر ورته متوجه نه وی.

دامریکا جمهوررئیس براک اوباما د ښاغلی کرزی همکارید یوه مهم اقدام په توگه ستایلی ده او دایی په دی برخه کییو قدم پرمختگ گڼلی دی چی دافغانستان دخلکو لپاره د انتخاباتو بهیر داعتبار وړ بهیر وگڼلشی.

دملگرو ملتونو سر منشی بان کیمون ویلی دی چی د ښاغلی کرزی اقدام داڅرگندوی چی دی دافغانستان اساسی قانون او دیموکراتیک بهیرته متعهد دی.

د افغانستان د جمهوری ریاست د انتخاباتو په بهیر کی د تقلب اودرغلی له امله څواونی جنجال موجود و او دافغانستان کمزوری مرکزی حکومتته یی نور هم تاوان ور واړاوه.

په داسی حآل کی چی دامریکا جمهوررئیس براک اوباما دافغانستان دانتخاباتو نتایجو ته انتظآر کوی چی خپله نوی ستراتیژی اعلان کړی په دی کی دا امکان هم شته دی چی دامریکا نور عسکرپه افغانستان ته ولیږل شی.

په افغانستان کی دامریکاجگپوړه قوماندان ستانلی مکریستل، له جمهوررئس براک اوباما نهدنورو ۴٠ زرو عسکرو د ورلیږلو غوښتنه کړیده.

په افغانستان کی د سه شنبی په ورځ دناټو قواو اعلان وکړ چی دوی په نورستان کی یو مرکز بند کړیدی. په دغه مرکز باندی په دی میاشت کی ترټولو خونړی حمله شوی وه.

XS
SM
MD
LG