د لاس رسي وړ اتصالات

له ایران د اتومي پرگرام پر سر خبرې وځنډیدې


په ویانا کې د ایران د اتومي پروګرام پر سر خبرې د سه شنبې په ورځ وروسته تر دې وځنډول شوې چې یوه ایراني چارواکي ویلي و چې دیته ضروت نشته چې فرانسه دې پدغو خبرو کې برخه ولري.

د نړیوالې اتومي انرژۍ ادارې د ایران ، روسیې ، فرانسې او امریکا داستازو تر منځ د دوهمې ورځې د غونډې د ځنډیدو په اړه څه ندي ویلي.

خو اسوشیټيد پریس د ځینو دیپلوماتانو د خولې لیکلي دي چې غونډه د فرانسې د ګډون پر سر د مخالفت په وجې ځنډول شویده.

په ویانا کې د دغو هیوادونو مرکچیان سره راټول شوي او په هغه وړاندیز باندې کار کوي چې ایران باید یورانیم فرانسې او روسیې ته د غني کولو لپاره واستوي.

د سه شنبې غونډه وروسته تر هغې وځنډول شوه چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي منوچهر موتکي په تهران کې وویل چې د ایران د اتومي پروګرام په اړه په هر راز معامله کې فرانسې ته ضرورت نشته. هغه زیاته کړه چې د ایران د اتومي پروګرام په اړه به د نړیوالې اتومي انرژۍ ادارې تر څارنې لاندې اړه د امریکا او روسیې سره خبرې اترې کافي وي تر څو یو تفاهم ته سره ورسیږو.

بل پلو، ‍د ایران دولتي تلویزوني چینل وایي چی په هغو ۴٢ کسانو کی چی د یکشنبی په ورځ د ځانمرګي برید په ترڅ کی د ایران په جنوب ختیځ ښارکی ووژل شول، ١٥ تنه یی د ایران د سپاه انقلاب غړي دي.

له دی وړاندی چارواکو ویلي و چی پدغه ځانمرګي برید کی چی د سیستان و بلوچستان په ایالت کی وشو، د سپاه انقلاب ٦ تنه قوماندان پکی وژل شوي و.

د ایران ستر مذهبي مشر ایات الله علي خامیني ویلي دي چی تهران به حتمي هغه چا ته سزا ورکوي چی دا برید یی ترسره کړیدی. هغه د دغه برید پړه د نړیوال غرور ( استبکار جهاني) په اجیرانو واچوله. د ښاغلي خامیني د استبکار جهاني اصطلاح امریکا ته منسوبه ده.

د ایران مطبوعاتو د سپاه انقلاب د مشر جنرال محمد علي جعفري له خولی لیکلي دي چی هغه ژمنه کړیده چی د امریکا او برتانی د استخباراتي ادارو نه به د دغو بریدونو غچ اخلي. علي جعفري د دغه ځانمرګي برید په اړه په همدغو کسانو وراچوي.

د دوشنبی په ورځ د جاندالله سني مبارزینو په انټرنټ کی یوه اعلامیه خپره کړیه او د دغه برید مسولیت یی په غاړه اخیستی و.

ښاغلي جعفري همدارنګه د پاکستان په استخباراتي اداری دا تور ولګاوه چی د جاندالله ډلی سره اړیکی لري. د پاکستان ، امریکا او برتانی حکومتونو دغه برید غندلی دی او په برید کی یی هر ډول لاس لرل رد کړیدي.

XS
SM
MD
LG