د لاس رسي وړ اتصالات

له جنوبي وزیرستان نه ملکیان په تیښته دي


د پاکستان اردو وایي په جنوبي وزیرستان کې د طالبانو او القاعده شبکې پر ضد په وروستنۍ جگړه کې یې پرمختگ کړی دی. د اردو په وینا همدا اوس د سلو زرو په شاو خوا کې وگړي د جگړې له سیمې نه په تیښته دي.

د دیره اسماعيل خان په لور په لوی سړک، نارینه، ښځې، ماشومان، ځوانان او زاړه په دې هڅه کې دي چې د جنوبي وزیرستان څخه ووځي. پاکستاني مقامات وایي لږ تر لږه دوه سوه زره کسان ښایي د کورنۍ جگړې په وجه بې ځایه شوي وي.

(.. جگړه روانه ده. پر کورونو، جوماتونو، مدرسو او ټولو شیانو باندې سخته بمباري روانه ده. او مونږ هیڅ د سیمې نه د وتلو غیر بله چاره نه لرو. مونږ د یو امن ځای په لټه کې یو. مونږ دیره اسماعیل خان او ښایي کراچۍ او یا بل ځای ته لاړ شو.)

د دوشنبې په ورځ د امنیت د خرابۍ له ویرې په ټول هیواد کې حتی د وزیرستان د جگړې له میدان څخه لیری په سلگونو ښوونځي تړلي و. په اسلام اباد کې پر یو ښوونځي باندې یوه لوحه زړول شوی چې کورنیو او زده کوونکو ته د یوی اونۍ لپاره د ښوونځي د تړلو خبر ورکوي. په یو بل ښوونځي کې چې تر اوسه نه دی تړل شوی، زده کوونکي اندیښمن و.

(..ډیر امنیتي تدابیر نیول شوي او ځای ډیر خطرناک دی، او ښوونځی ښایي وتړل شي. اوس ترهگر پر لویو ودانیو او ښوونځیو بریدونه کوي.)

د دره اسماعیل خان په یوه امنیتي پوسته کې پولیس په پوره احتیاط مهاجر پلټي. بل لور ته نظامي کاروانونه دننه په وزیرستان کې د جگړې میدان ته وردانگي. یو شمیر بې ځایه شوي کسان د جگړې پړه په افغانستان کې پر امریکایي عسکرو اچوي، چې دوی د خپلو کورونو پریښودلو ته مجبور کړای شوي دي.

(.. سوله به ډیره مشکله وي، تر څو چې امریکایانو افغانستان نه وي پریښی.)

هغه وایي طالبان به په اسانۍ سره ماته ونه خوري.

(.. طالبان به دا ځای پریږدي خو په یو بل ځای کې به راښکاره شي.)

د پاکستاني مقاماتو په وینا د څه دپاسه څوارلس زرو کورنیو سره د خوراکي موادو او نورو شیانو مرستې شوی دي. اټکل کیږي چې په زرگونو نور به د خپلوانو په کورونو کې ځای پر ځای شوي وي.

XS
SM
MD
LG