د لاس رسي وړ اتصالات

گیټس د افغانستان د دوهم ځلي انتخاباتو هرکلی وکړ


د امریکی د دفاع وزیر رابرټ گیټس د عقرب په ١٦مه نیټه په افغانستان کی د جمهوری ریاست د بیا انتخاباتو د کیدلو د اعلان هرکلی کړی دی مگر هغه خبرتیا ورکړه چې په انتخاباتو کی د ټگئ برگئ نه تر ټولو غټ مشکل چې په افغانستان کی موجود دی هغه د رشوت خورئ او د اداری فساد مسئله ده.

رابرټ گیټس نن جاپان ته د خپل سفر په لړ کې وویل ډیر ضرورت اوس ددې خبرې لیدل کیږی چې باید مونږ واقعیت بین اوسو او باید ومنو چې په افغانستان کی د اداري فساد د محوه کولو او د حکومت د کارکردگئ د اصلاح کولو لپاره چې کوم کار روان دی اوس هم په تکاملي مراحلو کې دی.

رابرټ گیټس نن دا تبصره وروسته د هغې وکړه چې جمهور رئیس حامد کرزي موافقه وکړه چې د جمهوري ریاست د جنجالي انتخاباتو په سر د راپورته شوي مشکل د حل لپاره د خپل نژدې سیال پخواني خارجه وزیر ډاکتر عبداله عبداله سره بیا انتخاباتو ته حاضر شي.

د انتخاباتو کارکوونکي کوښښ کوي مخکې ددې نه چې سوړ ژمی راورسیږي او په اطرافو کې سړکونه بند شي، چې د راتلونکو اتلسو ورځو پورې د انتخاباتو لپاره ځانونه تیار کړي او کوم لوژیستکي مشکلات چې موجود دي رفع یې کړي.

خو د ملگرو ملتونو عمومي منشي بان کیمون پرون اعلان وکړ چې په اعتباري ډول به ددې انتخاباتو سر ته رسول د هغه په وینا یو ډیر سخت کار وي.

ویل کیږي چې د امریکا د مشرانو جرگې د خارجي روابطو د جرگه گئ رئیس سناتور جان کیري په دې اړه ډیر مهم رول لوبولی دی او څو څو وارې یې د ښاغلي حامد کرزي سره په کابل کې ملاقاتونه وکړل.

د نیویار ټایمز ورځپاڼې سره په یوه مرکه کې جان کیري وویل د افغانستان جمهور رئیس ته یې په کال دوه زره څلور میلادي کې د پخواني جمهور رئیس جورج بوش په خلاف د جمهوري ریاست د مقام د گټلو لپاره د خپلې تجربې په هکله خبر ورکړی او دا خبره یې ورته وکړه چې کله کله یو سړی اړ کیږي چې مشکلی او سختې فیصلې وکړي.

XS
SM
MD
LG