د لاس رسي وړ اتصالات

١٩٦٧ کال د ویتنام د جنگ مخالفت


د ١٩٦٧م کا ل داکټوبر په یوشتمه نیټه په واشنگټن ډي.سي کې سل زره کسان راغونډ شوی وو چې په ویتنام کې دامریکا دجنگ په خلاف احتجاج وکړي.

څه دپاسه پنځوسو زرو احتجاج کوونکو دپنټاگان په لور مارش وکړچې ددغه جنگ د ختمولو غوښتنه وکړی. دغه احتجاج ددی څرگنده نخښه وه چې په ویتنام کې دامریکا دهغه وخت دجمهوررئیس لیندن جانسن د جنگ سره ملاتړپوره کم شوی وو.

د ١٩٦٧ م کال په اوړی کې دعامه افکارو سروی شوی وه چې ښئ دلومړی ځل لپاره په امریکا کې دپنځوسو فیصدو نه کمو امریکایانو ددغه جنگ ملاتړکړی وو.

کله چې دجانسن حکومت اعلان وکړچې لس فیصده مالیه لوړوی چې جنگ ورباندی تمویل کړی اوپدی سره د خلکو شکونه لا نور زیات شول.

د سولی تحریک زور واخیست او د واشنگټن مارش ددغې داعیه لپاره د دوی دوعدی ترټولونه قوی نخښه وه.

دجانسن حکومت سخته پروپاگنډی مبارزه پیل کړی وه چې دعامه خلکو باور لاس ته راوړی.

حتئ چې جمهوررئیس په ویتنام کې دامریکائې قواو قوماندان جنرال ویلیم ویست مورلینډ بیرته امریکا ته را وغوښت چې دکانگرس استماعیه غونډی او عوامو ته خبری وکړی.

دغه کوښښ تریوی اندازی پوری کامیابه وچې دجنگ په باره کې ئې انتقادونه کم کړل. لیکن د١٩٦٨م کال په سرکې دټیټ په نامه حملی د ویتنام د جنگ په باره کې د جانسن د حکومت اعبتار بیخی کم کړ.

دغه احتجاج لدی کبله هم مهم وچې دساړه جنگ په باره کې داکثره امریکایانو نظریات کمزوری شول.

ډیرو احتجاج کونکو نه یوازی په ویتنام کې دامریکا په دجنگ په باره کې پوښتنی لرلی مگر دهیواد دساړه جنگ دخارجی پالیسی په اساساتو باندی ئې هم اعتراض کاوه.

XS
SM
MD
LG