د لاس رسي وړ اتصالات

جنوبي وزیرستان د عملیاتو دوام، ډیر ښوونځي تړل شوي


دا پنځمه ورځ ده چې په جنوبي وزیرستان کې د طالبانو پر مرکزونو باندې د پاکستان د عسکرو او توپ لرونکو هیلکوپترو حملې دوام لري.

خبري رپوټونه د پاکستاني استخباراتو د مامورانو له قوله وايي چې پاکستاني عسکرو او د توپچي قواوو قطعو د طالبانو د مشر حکیم اله مسود پلارنی کلی په نښه کړی وو خو په داسې حال کې چې پاکستاني قواو ټولې لارې تړلی دي او سیمی ته څوک نه پریږدی.

پوځ وايي، تر اوسه پورې په روانو عملیاتو کې ١١٥ تندروان او ١٦ عسکر وژل شوي دي خو ډیره گرانه ده چې یا د طالبانو په خلاف د پاکستاني عسکرو د کامیابیو د ادعاگانو تصدیق وشي او یا د پاکستاني پوځونو په خلاف د طالبانو د بریالیتوبونو د ادعاگانو تصدیق وشي.

د جنوبی وزیرستان ټولې لارې بندی دی او دپاکستانی عسکرو سره ژورنالستان هم نه دی موجود چې په مستقل ډول رپوټونه ورکړي.

له بلی خوا پرون د اسلام اباد په نړېوال اسلامي پوهنتون کې دځان ژونکې حملې نه وروسته اوس اکثره ښوونځي او تعليمی مرکزونه په پاکستان کی تړل شوي دي.

په تېرو څو هفتو کی دپاکستان دپوځ په مرکزی قرارگاه او دملگرو ملتونو په ېوه دفتر باندی د مرگانیو حملو په شمول سختی حملی شوی دی چې ١٧٥ کسان یې ووژل.

گمان کيږی چې طالبانو به دا حملی په جنوبی وزېر ستان باندی دپاکستانی قواوو دنظامی یرغل په ځواب کي کړي وي.

فعلا دپاکستان دپوځ دېرش زره عسکر په جنوبی وزېرستان کی دتقرېبا لس زره طالبانو سره جنگیږی او توقع ده چې روان جنگ به پنځه شپږ هفتی نور هم دوام وکړي.

XS
SM
MD
LG