د لاس رسي وړ اتصالات

په اسلام آباد کې د پوځ منصبدار ووژل شو


د پاکستان پولیس وايي، ناپیژندل شویو وسله والو نن په اسلام آباد کې د پوځ پر یوه عالي رتبه صاحب منصب ډزې وکړې، او هغه یې له موټروان سره یو ځای وواژه.

دا په روانه هفته کې په اسلام آباد کې دوهمه حمله ده. ددغو حملو په اړه ویل کیږي چې له دې لارې هڅه کیږي د پاکستان د پوځ د هغو عملیاتو کسات واخیستل شي چې دا وخت په جنوبي وزیرستان کې د طالبانو په خلاف روان دي.

نننۍ حمله د اسلام آباد په یوې داسې سیمې کې وشوه چې عامو خلکو کورونه پکې دي. وسله والو کسانو پر یوه پوځي موټر حمله وکړه چې د پوځ یو عالي رتبه منصبدار پکې سپور و.

یو کس چې پیښه یې په خپلو سترگو لیدلې وايي چې دوو کسانو دغه حمله وکړه او د پوځ منصبدار او د هغه موټروان یې ځای په ځای ووژل.

دغه عیني شاهد وايي، حملو کوونکي پر موټر سایکل سپاره وو او وسلې یې په لاسونو کې وې. پر موټر یې څو ضربې وکړې او بیا وتښتیدل. په حملې کې د وژل شوي افسر امنیتی محافظ زخمي شوی و.

د اسلام آباد د پولیس قومندان کلیم امام خبریالانو ته وویل چې دغه افسر په سوډان کې ماموریت تر سره کاوه او یوازې څلور ورځې مخکې ددې لپاره وطن ته راغلی وو چې د خپل خسر په جنازه کې گډون وکړي.

کلیم امام دا تروریستي حمله وبلله او پر طالبانو یې تور ولگاوه چې لاس پکې لري. دی وايي، دا حمله هم په جنوبي وزیرستان کې د پاکستان د پوځ د روانو عملیاتو په ځواب کې شوې ده.

"د تروریزم په خلاف جگړه ادامه لري. دا د ورانکارو کارونه دي او دوی به دغه ډول فعالیتونه نور هم کوي. خو امنیتي قواوې، پولیس او اردو له خپلې وسې سره د مخنیوي کوښښ کوي. موږ زیات جنایتکاران نیولي دي او که د خدای رضا وه د نننۍ حملې مسئولین به هم ونیسو".

په پاکستان کې امنیتي چارواکي وايي چې د نن ورځې په حمله کوونکو پسې د دوی لټه روانه ده او په پایتخت اسلام آباد کې مدرسې او جوماتونه پلټي.

د سه شنبې په ورځ دوو ځانمرگه حمله کوونکو د اسلام آباد پر اسلامي پوهنتون حمله وکړه، شپږ تنه یې ووژل چې اکثره ددغه پوهنتون محصلینې وې. په پیښه کې ډیر نور کسان زخمیان شول.

له هغه راهیسې چې د تیرې شنبې په ورځ د پاکستان پوځ په جنوبي وزیرستان کې عملیات پیل کړي، امینیتي قواوو په اسلام آباد او د ملک په نورو سیمو کې کلک امنیتي تدابیر نیولي دي. حکومت د حملو له ویرې ډیر ښوونځي او پوهنتونونه تړلي دي.

مشهور پاکستانی تحلیلگر حسن عسکري وايي چې د اسلام آباد له دغو وروستیو حملو نه ښکاري چې تندروان د ویرې د خپرولو لپاره هر څه چې یې په وسه وي، نه یې دریغوي.

"د ترهگرو پیغام ساده دی. دوی غواړي اول وښيي چې هر ځای چې وغواړي په هر ایالات یا اجتماع کې چې وي پر چارواکو حمله کولای شي. او بل هدف یې دا دی چې د امنیتي مسئولین پام له جنوبي وزیرستان نه چې جگړه پکې روانه ده، نورو ښارونو ته واړوي او په دې ډول په جنوبي وزیرستان باندې فشار راکم شي."

د پوځ قومندانان وايي په جنوبي وزیرستان کې یې د پام وړ پرمختگ کړی دی. دوی واي تر اوسه پورې په سختو جگړو کې ١١٥ تندروان او ١٦ عسکر وژل شوي دي.

په دغو عملیاتو کې د پاکستان ٣٠ زره عسکر برخه لري او د القاعدې سره د تړلو تقریبا ١٠ زرو تندروانو چې خارجیان هم پکې دي، په خلاف جگړه کوي. ویل کیږي دغه تندروان د حملو لپاره افغانستان ته هم ور اوړي.

د پاکستان حکومت د روانې اونۍ په پیل کې وروسته له هغه د جنوبي وزیرستان عملیات پیل کړل چې د ملک په بیلا بیلو برخو کې په یو لړ مرگانیو حملو کې ډیر کسان ووژل شول. همدا تیره اونۍ په راولپنډۍ کې د پوځ پر مرکز حمله وشوه او د لسو نه زیات عسکر او نهه حمله کوونکي پکې ووژل شول.

XS
SM
MD
LG