د لاس رسي وړ اتصالات

ناټو:  د افغانستان ماموریت ډیر سخت دی


د ناټو سرمنشي د افغانستان ماموریت ددغه ټړون په تاریخ کې تر ټولو مغلق او سخت ماموریت بللی دی.

د ناټو د تړون عمومي منشي ښاغلي اندریس فاګراسموسن چې د ناټو د دفاع وزیرانو د غونډې مخکي یې د پنجشنبې په ورځ په سلواکیا کې خبرې کولې، د خپلو خبرو پرمهال یې وویل چې ناټو باید پر خپل تعهد باندې چې افغانستان ته سوله او ثبات راولي، ودریږي.

دغه راز ښاغلي راسموسن د ناټو د ځینو غړو ملکونو زړه نازړه توب ته هم اشاره وکړه او ویې ویل چې په دې برخه کې د اقدام نه کولو بیه به ډیره ګرانه پریوزي.ټاکل سوې ده چې د آمریکا د دفاع وزیر ښاغلي رابرت ګیټس به په دغې غونډه کې، په افغانستان کې د آمریکا د نوې نظامي تګلارې په هکله معلومات ورکړي.

د یادونې وړ ده چې د آمریکا جمهور ریْس بارک اوباما اوس د افغانستان دپاره پر یوې نوې تګلارې او په دغه ملک کې د ناټو او آمریکايي قواوو د قوماندان جنرال مکریستل پر غوښته باندې چې افغانستان ته دي نور عسکر ورواستول سي، غور کوي.

ټاکل سوې ده چې د ناټو د فاع وزیرانو په دغه دوه ورځنۍ غونډه کې به چې په براتیسلاوا کې پرانیستل کېږي، د اورپا دپاره د توغندیوو دفاعي سیستم پر یوه نوي پلان باندې هم خبرې وسي.

XS
SM
MD
LG