د لاس رسي وړ اتصالات

د چین اقتصاد له اټکل نه زیاته وده کړې


چین وايي چې اقتصاد یې د سږ کال په دریمه ربع کې ۸،۹ فیصده وده کړې او هغي درجې ته یې ځان رسولی دی چې مشرانو یې د ۸ فیصده ودې پیشبیني کړې وه.

د کال په دریمه ربع کې تر دوهمې ربعې یو فیصد زیاتوالی راغلی دی.

د چین مجموعي داخلي توالیدان د ۲۰۰۹ کال په لومړیو نهو میاشتو کې د تیرکال د همدې مودې په نسبت ۷،۷ زیات شوي دي.

د چین حکومت د نړۍ د اقتصاد د خراپوالي په حال کې یو لړ داسي اقدامات وکړل چې خپل صادرات زیات کړي او په دې اقداماتو کې د ۵۸۶ میلیارد ډالرو په اندازه د حکومت له خوا ژغورنکي پلان هم شامل و چې د ملک د زیربنايي پروژو سره مرسته وشي. او بانکونو ته یې هم نغدي بېسې ورکړي چې خلګو ته پورونه وکړای سي او سرمایه ګذاري وکړي.

XS
SM
MD
LG