د لاس رسي وړ اتصالات

سور صلیب: پاکستان کی ملکیان تلف کیږي


د سره صلیب بین المللی کمیټې په پاکستان کې په فوری ډول د ملکی خلکو د ساتنی له پاره خپل غږاوچت کړی دی.

سره صلیب ویلی چې دوی د هغو خلکو په غم کې دی چې د جنوبی وزیریستان په جنگونو کې را گیر شوی دی.

د سره صلیب بین المللی کمیټه وايی چې په جنوبی وزیرستان کې دجنگونو او په ټول پاکستان کې د ځان مرگی بمونه خلاصیدلو له امله دملکی خلکو تلف کیدل او د بیځایه شوو خلکو ته د تاوان رسیدلو له امله پریشانه دي.

د جنوبی آسیا له پاره د سره صلیب نماینده ژاک ډی مایو وایی دا مشکله ده چې وویل شی چې د پاکستان د عسکرو او طالبانو تر منځ د جنگ له امله څومره خلک مهاجر شوی دی.

په ځینی راپورنو کې ویل شوی چې د بیځایه شوو خلکو شمیر پنځوس زرو ته رسیږی. خو یو شمیر نوروراپورنو کې د بیځایه شوو خلکو شمیر یو نیم لکو خلکو ته رسیدلی دی.

ددغه مشکل حل آسانه کار نه دی. دی مایو وایی: «له هغو ټولوکورنیو سره چې په سیمه کې پاتې دی بایدمرسته وشی ځکه چې هغوی د نظامی حملواو دیاغیانوتر حملولاندې دي او د جنگ په سیمو کې بندپاتې دي. مونږ تهپه کار دی چې هلته د ناروغه او زخمیانو له پاره زیاته مرسته وکړو. »

دی ایوواېی : «دا یوه صروری خبره ده چې دغه خلک چې په جگړو کې را گیر دی او له هغوی سره تبعیض کیږي باید د هغوی وضعې ته توجه وشی.

د سره صلیب بین االمللی کمیټې د پاکستان حکومت ته پیشنهاد کړی چې ددغو بیوزله خلکوسره مرسته وکړی او د هغو خلکوچاره وکړی چې دیاغیانواو نظامیانو په جنگونو کې را گیرشوی دی. »

مایو وايی چې په کاردی هغو خلکو ته چې مرستو ته ضرورت لری باید مرستی ور ورسیږی. دی وایی چی ناروغانو او زخمیانو ته ضروری مرستې ورسیږی.

مایو وایی چې د سره صلیب بین الملی کمیټې د پاکستان د سره صلیب له کمیټې سره یو ځای د پاکستان نیم ملیون خلکو سره مرسته کړې ده.

دوی محتاجو خلکو ته خوراکی مواد، اوبه او د صحی لوازمو مرسته کړې او په لسگونه زره ناروغانو اوزخمیانوته دا مرستې رسول شوی دی.

دی وایی چې په پېښور کې د هغوی جراحی روغتون په هفته کې د سلگونه خلکو جراحی عملیات کوی.

دا عملیات په حکومتی او انفرادی روغتونو کې کیږی په دې کې د شمال لویدیز ایالت اوقبایلی سیمی شاملې دي.

ده له سره صلیب نه غو ښتی چې هغه خلک چې په جنگونو کې زخمیان شوی باید د هغوی علاج وشی.

XS
SM
MD
LG