د لاس رسي وړ اتصالات

هلبروک: دا ځل به جعکاري کمه وي


د افغانستان او پاکستان لپاره دامریکا دحکومت خاص استازی رچرد هلبروک وایی هیله لری چه دا ځل به دجمهوری ریاست په انتخاباتو کی به په هغه پیمانه گډوډی او ټگی ونه شی لکه چه داگست په شمله نیټه چه په لومړي ځل انتخاباتو کی شوی وه.

رچرد هولبروک پیشبینی وکړه ،څرنگه چه دا ورای یواځی دوه کاندیدان په میدان کی پاتی دی نو دنوامبر په اومه یعنی دعقرب په شلمه چه کوم انتخابات کیږی، درایی ورکولو په وخت به په کی ټگئ دومره زیاته ونه شی. هغه وویل چه نړیوال څارونکي به هم موجود وی تر څو اطمنان حاصل کړی چه دجمهوری ریاست انتخابات په یوه په مصونه فضا کی په کامیابئ سر ته رسیږی.

هولبروک دا اوازی هم رد کړی چه گواکې د جمهورر یس کرزي سره یی اړیکی خرابی شوی دی.

هولبروک زیاته کړه که ښاغلی کرزی دجمهوری ریاست انتخابات وگټی نو امریکا به ورسره ښی اړیکی ولری. په لومړي ځل انتخاباتو کی دومره زیاته ټگی او برگی شوی وه چه دادی بیاد جمهور ریس حامد کرزي او دخارجه چارو دپخوانی وزیر عبداله عبداله په منځ کی انتخابات کیږی. په داسی حال کی دامریکا جمهور ریس بارک اوباما په یوه نوی نظامی استراتیژئ او افغانستان دنورو عسکرو په لیږلو باندی غور کوی، ، سیاسی وضع او دجمهوری ریاست دانتخاباتو جریان دنژدی نه څاری.

په افغانستان کی دناتو او امریکایی قواو عمومی قوماندان جنرال میک کریسټل د طالبانو په خلاف دجنگ لپاره څو زره نور عسکر غوښتلی دی. دناتو دفاع وزیرانو هم پرون په خپله غونډه کی دجنرال کریسټل دپلان نه خپل ملاتړ اعلان کړ.

XS
SM
MD
LG