د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان کې ١۴ امریکایان وژل شوې


په افغانستان کې د ناټو قواوو ویلي دي چې نن د دوشنبې په ورځ د ایتلافي قواوو درې چورلکې په جلا پیښو کې غورځیدلي دي او لږ تر لږه ١۴ تنه امریکايي عسکر او ملکي کسان پکې وژل شویدي.

په خبرلېک کې راغلي دي چې د یادې شوې چورلکې د غورځیدو له امله ۷ تنه امریکايي عسکر او ۳ تنه غیر نظامي امریکایان وژل شویدي.

همدا رنګه پدغه پیښه کې ۱۴ تنه افغان عسکر او ۱۱ تنه امریکایي عسکر او بل غیر نظامي امریکایي ټپیان شوي هم دي.

نړېوالو قواو وېلی دی چې ېوه هېلېکوپټره له هغو ېاغېانو سره له جگړې نه وروسته وغورځېدله چې گومان کېده د مخدره موادو د قاچاق شک پرې کېده. ناټو واېې ددښمن ١٢ مشکوک جنگېالی پکی ووژل شول.

د طالبانو ددغی هېلېکوپټرې د غورځولو مسوولېت په غاړه اخېستی دی خو د ناټو چارواکو ویلي دي هغوي دا ګمان نکوي چې ګوا کې دا چورلکه به یاغیانو راغورځولې وي.

همدا رنګه نن د دوشنبې په ورځ د افغانستان په جنوب کې دوه چورلکې سره ټکر شویدي او غورځیدلي دي چې له امله یې څلور تنه امریکایي عسکر وژل شویدي.

د ناټو قواوو په یوې خبرلېک کې راغلي دي چې پدغې پیښه کې دوه تنه عسکر ټپیان شوي هم دي. د ناټو چارواکو ویلي دي چې هغوي د چورلکو د ټکر کیدو د سبب په اړه پلټنې کوي. هغوي ویلي دي چې پدغې پیښه کې یاغیانو کوم لاس نه درلود.

د امرېکا جمهور رئېس براک اوباما نن ددوشنبی په ورځ د افغانستان په برخه کې په سپېنه ماڼی کې دخپلې ملی امنېت له ډلې سره بحث کوی.

ښاغلی اوباما په دې باندی بحث کوی چې اېا د جگړی ستراتېژی مخکی له دېنه چې د افغانستان د انتخاباتو نتاېج معلوم شی، اعلان کړی او که نه.

په افغانستان کې دوېم ځلی انتخابات د نومبر د مېاشتی په اومه نېټه وروسته له هغه نه اعلان شول چې داگست د مېاشتی دانتخاباتو نتاېج د تقلب دادعاگانو له امله داعتبار وړ ونه گڼل شول.

د ښاغلی کرزی انتخاباتی سېال، د ډاکټر عبدالله عبدالله نن د دوشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل چې د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمیسون مشر ښاغلی عزیز الله لودین هغوي ته د اعتبار وړ سړی ندی او باید زر تر زره یې پر ځای د کمیسون کوم بل غړی پدغه څوکۍ وټاکل شي.

ډاکټر عبدالله ویلي دي چې دی دیته چمتو دی چې په دوهم ځلي انتخاباتو کې برخه واخلي خو پدې شرط چې د انتخاباتو بهېر منصفانه او د اعتبار وړ وي.

د انتخاباتو نړیوال ناظرین بیا دا اندیښنه لري چې آیا دا به امکان ولري چې په دومره لنډه موده کې به پدغه هیواد کې د با اعتباره انتخاباتو لپاره بندوبست و شي.

په دغو اندیښنو سربیره هم برحاله جمهور رییس حامد کرزي او د هغه نږدې انتخاباتي سیال ډاکټر عبدالله عبدالله د حکومت د شریکولو معامله رد کړیده او ویلي دي چې دوهم ځلي انتخابات باید د ټاکل شوي مهال ویش سره سم تر سره شي.

په افغانستان کې د یوې با اعتباره ادارې منځته راتګ د جمهور رییس اوباما د حکومت لپاره هم خورا مهم دی. د جمهور ریس اوباما حکومت اوس مهال د افغانستان لپاره پخپله ستراتیژي له سره غور کوي.

پرون د یکشنبې په ورځ برحال جمهور رییس حامد کرزي او ډاکټر عبدالله عبدالله دواړو وویل چې هغوي د دې خبرې ملاتړ کوي چې افغانستان ته باید اضافي امریکایي عسکر واستول شي.

همدا رنگه په کابل کې د امرېکا ضدېوه مظاهره ددوېمی ورځی لپاره روانه وه. مظاهره چېان ددی ادعا له امله قهرېدلی دی چې واېې غربی عسکرو د قرانکرېم ېوه نسخه سوزولی ده. خو دامرېکا او افغانستان چارواکی دا ادعا ردوی.

XS
SM
MD
LG