د لاس رسي وړ اتصالات

د عراق د بمونو د مړو شمېر ١٥٥ ته رسېدلی


عراقي چارواکو ویلي دي چې په پرونيو دوه بمي چاودنو کې د مړو شمیره ۱۵۵ تنو ته لوړ شویدی، پدغو بمي بریدونو کې چې د عراق د بغداد په ښار کې وشول ۵۰۰ تنه ټپیان شوي هم دي.

ویل کیږي دغه بریدونه چې تقریباً په یوه وخت کې ترسره وشول، د عراق په یوې داسې امنیتي سیمې کې شويدي چې کلک امنیتي تدابیر پکې نیول شوي و.

داسې ښکاري چې د چادونو هدف د عراق د عدلې وزارت او یوه بله حکومتي ودانۍ وه.

په بریدونو کې دواړو حکومتي ودانیو ته سخت زیان اوښتی دی ، همدارنګه هغه موټر چې د چاودنو ځای ته نږدې ول هم له منځه تللي دي او د انسانانو د بدن ټوټې شاوخوا سیمو کې خورې ورې شویدي.

د عراق صدر اعظم نوري المالکي ویلي دي چې د دغو بریدونو هدف دعراق بې ثباته کول دي او پدغه هیوا کې د راتلونکي میلادي کال د جنوري په میاشت کې د انتخباتو په وړاندې خنډ جوړوي.

که څه هم لا تر اوسه چا د دغو بریدونو پړه په غاړه نده اخیستې خو د ښاغلي المالکي دفتر ددغو حملو پړه پر القاعده او د بعث د ګوند په غړو باندې اچوي.

د امریکا، ملګروملتونو او ناټو مشرانو دغه بریدونه غندلي دي او هغه یې د تشدد بې منطقه کړنې بللي دي.

د امریکا جمهور رییس بارک اوباما د عراق صدراعظم نوري المالکي او جمهور رییس جلال طالباني سره په ټیلفون خبرې کړيدي او د هغوي سره ېې خپله خواخوږي شریکه کړیده.

او ډاډ یې ورکړی چې امریکا به د عراق د حکومت سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

XS
SM
MD
LG