د لاس رسي وړ اتصالات

کرزي د عبدالله غوښتنې رد کړې


دافغانستان جمهوررئیس حامد کرزی دخپل انتخاباتی سیال ډاکټر عبدالله غوښتنی د راتلونکی میاشتی د جمهوری ریاست د دویم ځلی انتخاباتو په برخه کی رد کړیدی.

هغه غوښتلی وو چی د انتخاباتودمستقل کمیسیون رئیس دی تبدیل کړی شی.

ددوشنبی په ورځ ښاغلی کرزی وویل چی داسی ناڅاپی بدلون په دومره لنډ وخت کی د نومبرد اومی نیټی له انتخاباتو نه مخکی د هیواد د منافعو لپاره ښه ندی.

ښاغلی عبدالله وویل چی دانتخاباتو دمستقل کمیسیون رئیس عزیزالله لودین وروسته له هغه نه چی داگست د میاشتی د نتخاباتوپه اول پړاو کی، د تقلب زیات شمیر رپوټونه راغلل، نور داعتبار وړندی.

ډاکټر عبدالله چی پخوا دافغانستان خارجه وزیر و، پر ښاغلی کرزی یی غږ کړی و چی دکابینی دری وزیران له خپل کارنه لیری کړی.

پرهغوی یی دا ا دعا کړیده چی د بی طرفی پر اصولو یی عمل نه کاوه اوپه ښکاره یی د ښاغلی کرزی لپاره انتخاباتی مبارزه کوله.

په عین حآل کی دافغانستان د بشری حقوقو د څارنی د ډلی رئیس اجمل صمدی ددوشنبی په ورځ امریکا غږ ته وویل چی په واشنگټن کی دا مباحثه چی دافغانستان لپاره دامریکا په نوی ستراتیژی باندی روانه ده افغانان بیگانه کوی اوله هغوی سره د دوی د ملت په مقابل کی دامریکا د تعهداتو په برخه کی پوښتنی پیداکوی.

صمدی وویل چی د طالبانو قوت دومره زیات شویدی چی په ځینو سیمو کی د پردی ترشا حکومت په ډول کار کوی.

XS
SM
MD
LG