د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان: روانو عملیاتو کې د افراطیانو تلفات زیات شوي 


د پاکستان پوځ وایی چی دوی ۴٢ افراطیان په تازه تهاجمی حمله کی د طالبانو دیوه پاخه سنگر دنیولو په وخت کی وژلی دی.

دطالبانو دغه پوخ سنگر دافغانستان سرحد ته نیژدی پروت دی. رپوټ وایی چی د جنوبی وزیرستان په عملیاتوکی پوځ ادعا کوی چی د افراطیانو د تازه تلفاتو سره دهغوی دمړیو شمیر تر ٢٠٠ نه زیاتیږی. خو داشمیر تلفات په مستقل ډول نشی تائیدیدلی ځکه چی خبریالان د جنگ سیمی ته نه پریښودل کیږی.

د پاکستان پوځ د جنوبی وزیرستان غرنی سیمی ته چی په شمال غربی پاکستان کی پرته ده تقریبا ٣٠ زره عسکر ور لیږلی دی.

پوځ غواړی چی پاکستانی طالبانو ته شکست ورکړی. پاکستانی طالبان له همدغه ځای نه په ټول پاکستان کی دبمونو د حملو بند وبست کوی.

دپاکستان پوځ د شنبی په ورځ په وزیرستان کی کوټگی ونیو او خپله کامیابی یی اعلان کړله. دا ځای د طالبانو دمشر حکیم الله مسود، اصلی استوگنځای دی. رپوټ وایی چی دپاکستان عسکرد طالبانو ترواک لاندی سیمه کی دکنترول لپاره له سخت مقاومت سره مخامخ شویدی.

XS
SM
MD
LG