د لاس رسي وړ اتصالات

کیري: افغانستان کې د عسکرو کمول کورنۍ جگړې پاروي


د امریکا یو با نفوذه سناتور چې تازه له افغانستان ته راستون شوی، وايي چې د امریکايي قواوو زیات کمول، کولای شي په افغانستان کې کورنۍ جګړې ته لمن ووهي.

سناتور جان کیري چې پرون په واشنګټن ډي سي کې خبرې کولې، وویل چې د ترهګرۍ پر ضد د امریکا د اوسنۍ پراخې مبارزې پر ځای به کوچنی ماموریت ښه بدیل نه وي.

ښاغلیْ کېري په داسي حال کې دا خبرې کوي چې د آمریکا جمهور ریْس بارک اوباما په سپېنه ماڼې کې د جګړې د تګلارې دپاره یوه غونډه دایره کړه.

جمهور رئیس اوباما او د هغه امنیتي ډله پردې غور کوي چې افغانستان ته ۴۰ زره نور عسکر واستوي او که نه؟

په عین حال کې ښاغلي کیري وویل چې هغه د دې طرفداره نه دی چې په افغانستان کې دي د آمریکايي عسکرو شمیر یو دم ډیر سي.

دغه نظر په افغانستان کې د آمریکايي او ناټو د قواوو د عمومي قوماندان جنرال مکریستل غوښتنه وه. کېري وویل چې اوسنی پلان په ډیره چټکۍ سره روان دی.

XS
SM
MD
LG