د لاس رسي وړ اتصالات

اروپايي اتحاد: افغانستان ته ملکي مرستې زیاتوو


د سه شنبی په ورځ په لکسمبورگ کی اروپایی اتحآد خارجه وزیرانو وعده وکړله چی افغانستان ته مرستی زیاتی کړی او په دغه هیواد کی دخپلوملکی مرستو په پالیسی باندی له سره کتنه وکړی او تعدیلات پکی راولی.

رپوټ وایی چی اروپایی ټولنه د کال 1.5 میلیارد ډالره ملکی مرسته افغانستان ته ورکوی.

دغه وزیر دانه ویل چی مرستی به څومره زیاتی کړی شی. هغه سند چی دهغوی په مجلس کی و ، په هغه کی ویل شویدی چی دافغانستان حالات مخ په خرابیدو دی. په سند کی ویل شویدی چی د سیاسی اصلاحاتو، حکومتداری او دولت جوړولو په اداروکی ډیر سوکه روان دی او په ځینی برخو کی بالکل وجود نلری.

داروپایی اتحآد خارجه وزیرانو وویل چی دافغانستان په راتلونکی حکومت کی به دوی د ښه حکومت کولو غوښتنه وکړی.

په داسی حآل کی چی اوروپایی اتحآد دافغانستان لپاره په ملکی ستراتیژی بحث کوي.

XS
SM
MD
LG