د لاس رسي وړ اتصالات

یوه امریکايي دیپلومات په افغانستان کې استعفی وکړه


د واشنگټن پوست ورځپاڼی نن رپوټ ورکړ چی د امریکا یو دیپلومات چی په افغانستان کی یی خدمت کاوه اولنی امریکایي دی چی په اته کلن جنگ باندی یی د اعتراض له امله استعفی وکړله.

ورځپاڼه لیکی چی ماتیو هو، دامریکا دخارجه وزارت یومعتبرمامور چی د زابل په ولایت کی یی کار کاوه، د سپتمبر په میاشت کی استعفی وکړله، ځکه هغه وویل دی په دی عقیده دی چی دا جگړه یوازی بغاوت ته لمن وهی.

ښاغلی هو، تردی مخکی دامریکا په سمندری قواو کی کار کړی واو په عراق کی د نظآمی قواو تورن و خو اوس یی دامریکا په خارجه وزارت کی دملکی مامور په توگه کار کاوه.

په واشنگټن کی، سناتور جان کیري دی له دی سر ه مخالف دی چی په لسهاو زره نور عسکر افغانستان ته ولیږی او هلته دامریکا له ٦٨ زرو عسکرو سره یوځای شی. سناتور جان کیري د ویتنام د جگړی تجربه لری او په دی نیژدی وخت کی دکابل له یوه سفر نه راستون شویدی.

هغه په کابل کی د افغانستان له جمهوررئیس حامد کرزی سره مفصلی خبری وکړلی. سناتور کیری وویل په کارده چی دامریکا په ستراتیژی کی مهمه برخه دافغانستان دملی اردو عسکرو او پولیسو ته د ښی روزنی ورکول وی.

په دی توگه به هغوی وکولی شی چی له خپل هیواد نه دطالبانو او نورو افراطیانو په مقابل کی دفاع وکړی.

XS
SM
MD
LG