د لاس رسي وړ اتصالات

"امریکا به په افغانستان کې ١٠ لوی ښارونه ساتي"


د نیویارک ټایمز ورځپاڼې پرون ولیکل لیکی د اوباما داداری چارواکیو د سه شنبی په ورځ وویلچی د جمهوررئیس اوباما سلاکاران په افغانستان کی دامریکا په ستراتیژیباندی تمرکز کوی.

ددغی ستراتیژی هدف به داوی چیلس داسی ښارونه وساتی چی ډیر خلک پکی اوسیږی. د ستراتیژی په دغو تشریحاتوکی داندی ویل شوی چی په طآلبانو باندی به یوه عمومی حمله وکړی. په ستراتیژی کی د اوږدی مودی د ثبات لپاره هم لاری لټول شویدی.

نیویارک ټایمز لیکی چی ښاغلی اوباما په دی باندی تراوسه پوری فیصله نده کړی او دهغه په مخکی نوری لاری چاری هم موجودی دی.

چارواکی وایی چی په دی برخه کی بحث لا پای ته ندی رسیدلی چی ایا افغانستان ته نور عسکر ولیږل شی او که نه او یا داچی څومره نورو عسکر و ته به ضرورت وی.

داپوښتنه هم مطرح شویده چی په دغه هیواد کی څومره برخه باید دامریکا تر مستقیم امنیتی کنترول لندی وی. دناټو قواوی هم په دی فیصلهکی مرکزی نقش لرلی شی چی افغانستان ته به څومره نور عسکر ولیږل شی.

نیویارک ټایمز لیکی چی دامریکا حکومت فعلاکابل،کندهار، مزار شریف، کندز ، هرات جلال اباد او یوڅه کلی په نظر کی نیولی دی چی په کلکه یی امنیت یی وساتل شی. هره اوله جوپه عسکر چی افغانستان ته ولیږ ل شی نو اول به کندهار ته ولیږل شی.

کندهار د طآلبانو روحانی پایتخت گڼل کیږی. د بغاوت د په شاتنبولو لپاره د ثقل د مرکز په سترگه ورته کتل کیږی.

ورځپاڼه لیکی چی نظامی پلان جوړوونکی د زیاتوعسکرو په گومارلو ددی لپاره ټینیگار کوی چی مهمی زراعتی سیمیوساتل شی په دی کی د هیلمند دسنید شاوخوا او سیمه ئیزی لویی لاری د اقتصادی مقاصدو لپاره شاملی دی.

XS
SM
MD
LG