د امریکا جمهور رئیس بارک اوباما نن د خپلو نظامي مشاورینو سره پر دې سلا مشورې کوي چې افغانستان ته نور عسکرو واستوي او که نه؟
ټاکل شوې ده چی جمهور رئیس اوباما به نن د لوی درستیزانو د کمیټې د رئیس او د امریکا د هوايي، ځمکني او سمندري قواوو د مشرانو سره وګوري.
د امریکا د دفاع وزارت یا پنتاګون ویاند جویف موریل وویل چې دغه غونډه په داسي حال کې کیږي چې جمهور رئیس خپل د پریکړې وروستي پړاو ته رسېدلی دی.
جمهور رئیس اوباما د افغانستان د جګړې په اړه پر بیلابیلو لارو باندې غور کوي چې په کې په افغانستان کې د امریکايي قواوو د قوماندان جنرال مکریستل د ۴۰ زرو نورو عسکرو غوښتنه هم شامله ده.
سپینې ماڼۍ اعلان کړی دی چې جمهور رئیس به خپله پریکړه د نومبر د اوومې پوري وځنډوي تر څو د افغانستان دویم ځلي انتخابات تر سره شي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې هیلري کلینټن د امریکا د اې.بي.سي تلویزیون ته وویل چې امریکا په دې باندې فکر کوي چې په افغانستان کې د یاغیانو په ضد ستراتیژي کې بدلون راولي. هغې وویل چې واشنگټن غواړي چې ددې په قول "په زړو لارو باندې بیا ولاړ نشي".
د یوه بل رپوټ د مخې پرون د جمعې په ورځ چارواکو ویلي دي چې د سړک غاړې د بم په چاودنه چې د ننګرهار په ولایت کې وشوه لږ تر لږه ۸ ملکیان ووژل شول.
د پنجشنبې په ورځ ناوخته جمهور رئیس اوباما په خپله د ډیلویر ایالت ته ولاړ او هلته یې په افغانستان کې وژل شویو ۱۸ عسکرو ته د احترام په مراسمو کې ګډون وکړ.
جمهور رئیس په دغه مراسمو کې وویل چې نن یوه غمناکه ورځ ده او د امریکايي عسکرو او د هغوی د کورنیو قرباني به امریکا د جګړو په اړه د جمهور رئیس پر نظر باندې تاثیر وکړي.