د لاس رسي وړ اتصالات

ډاکټر عبدالله په انتخاباتو  کی برخه نه اخلی


د افغانستان د جمهوری ریاست په انتخاباتو کی مخالف کاندید عبدالله عبدالله وایی چی هغه به د جمهوری ریاست په دویم ځلی انتخاباتو کی برخه وانخلی، په دی سره د انتخاباتو نه شپږ ورځی مخکی نوی سیاسی اخ وډب راپورته شو.

په افغانستان کی د ملگرو ملتونو ویاند علیم صدیقی وایی چی دا په افغانی چارواکیو پوری اړه لری چی دویم ځلی انتخابات څنگه ترسره کوی، چی اوس یوازی یو کاندیدپاتی شو او هغه جمهور ریس کرزی دی.

د رویتر خبری آژانس خبر ورکوی چی د انتخاباتو کمسیون امر کړی چی د یوه کاندید په درلودلو سره انتخابات تر سره کړی.

ښاغلی عبدالله دغه اعلان چی دنوامبر د اومی نیټی په انتخاباتو کی برخه نه اخلی نن سهار په کابل کی د قومی مشرانو او خپلو ملاتړکونکو په یوی غونډی کی وکړ.

هغه وویل چی د انتخاباتو په خپلواک کمسیون کی د بدلون راوستو لپاره د هغه د شرطونو د منلو پرته به شفاف انتخابات ممکن نه وی .

ښاغلی عبدالله وروسته په یوه خبری کنفرانس کی د خپلو ملاتړ نه وغوښتل چی د انتخاباتو د پروسی نه د وتلو په خاطر واټونو ته د مظاهرو کولو لپاره ونه وځی.

هغه د انتخاباتو د تحریم کولو اعلان ونه کړ.

ښاغلی عبدالله د انتخاباتو د کمسیون د یو شمیر عالی رتبه مامورینو د برطرفی غوښتنه وکړه

په دغو مامورینو د آگست د شلمی نیټی په انتخاباتو کی د جعل کاریو تور لگیدلی دی.

جمهور ریس دغه غوښتنه رد کړیده.

د ښاغلی کرزی د کمین ویاند وحید عمر وویل چی دویم ځلی انتخابات په هر صورت کی باید وشی، که څه هم عبدالله په هغو کی د نه گډون اعلان کړی دی.

XS
SM
MD
LG