د لاس رسي وړ اتصالات

ښاغلی کرزئ دویم ځل د افغانستان منتخب جمهورریس اعلان شو


دافغانستان د انتخاباتو مستقل کومېسېون، جمهوررئېس حآمد کرزی دافغانستان په جنجالی انتخاباتوکی گټونکی اعلان کړېدی. دا اعلان وروسته له هغه نه کېږی چې د جمهوری رېاست لپاره دوېم ځلی انتخابات چې په بله شنبی باندی دامنېتی دلاېلو او پېسو د سپمولو له امله کېدل لغو کړی شول.

دانتخاباتو دمستقل کومېسېون رئېس عزېزالله لودېن نن ددوشنبی په ورځ ووېل جمهوررئېس کرزی به په خپله چوکۍ باندی پاتی شی ځکه چې هغه دگست په مېاشت کې د جمهوری رېاست دانتخاباتو داول پړاو گټونکی دی او اوس د نومبر دمېاشتی د اومې (٧-مې ) په انتخاباتوکې هم ېوازېنی کاندېد دی.

رپوټ د ښاغلی کرزی انتخاباتی سېال ډاکټر عبدالله په انتخاباتو کې د تقلب پېښېدلو د اندېښنو له امله له انتخاباتونه ووت.

دملگرو ملتونو عمومی منشی بان کېمون ددوشنبی په ورځ کابل ته رسېدلی دی چې له ښاغلی کرزی او ډاکټر عبدالله سره ملاقات وکړی.


رپوټ واېې چې د بان کېمون نه اعلان شوی سفر، له سېاسی پلوه کابل ته په ډېر حساس وخت کې کېږی، ځکه چې له انتخاباتو نه د ډاکټر عبدالله وتلو ښاغلی کرزی ته د دوېم ځلې انتخاباتو کامېابی ورپه برخه کړله.

ښاغلي بان کابل ته وروسته له هغه نه سفر وکړ چې تېره اونی په کابل کې د ملگرو ملتونو په مېلمستون باندی ېوه خونړی حمله وشوه او ددغی ادارې پنځه تنه خارجی ماموران ېې ووژل. دملگرو ملتونو مشر ددوشنبی په ورځ لوړه وکړله چې ملگری ملتونه به په افغانستان کې خپلو بشری مرستو ته ادامه ورکړی او دافغانستان د انکشاف ملاتړ به دوام وکاندی.

ېاغی طالبانو د ملگرو ملتونو پر مېلمستون باندی د دغی حملی مسوولېت په غاړه اخېستی دی او واېې چې دا حمله دنومبر د مېاشتی داومی نېټی د جمهوری رېاست دانتخاباتو د گډوډولو په برخه کې ددوی د پلان اول قدم دی.

ډاکټر عبدالله د ېکشنبی په ورځ ووېل چی دی داسی دوېم ځلی انتخابات نشی قبلولی چې دهماغو خلکو له خوانه ېې څارنه کېږی چې دجمهوری رېاست داولوانتخاباتو څارنه ېې کوله اوهغه دپراخه تقلب د پېښېدلو له امله له مشکلاتو سره مخامخ شول. خوډاکټر عبدالله خپلو پلوېانو ته دا ونه وېل چې له انتخاباتو سره شلو ن او مقاطعه اعلان کړی. هغه خپلو پلوېانو ته داهم ووېل چې دخپلی خواشېنی د څرگندولو لپارهمظاهری ونکړی.

دانتخاباتو چارواکیو وېلی ووچې دافغانستان د اساسی قانون سره سم به دوېم ځلی انتخاباتله مهال وېش سره سم پر مخ ولاړ شی. خو ددوشنبی په ورځ نوی پالېسی اعلان شوله اود وېم ځلی انتخابات ېې لغو کړل.

دافغانستان د انتخاباتو د مستقل کومېسېونېونطآق امرېکا غږ ته ووېل چې ډاکټر عبدالله په رسمی ډول په هغه وروستی ټاکل شوی نېټه باندیله انتخاباتونه وتل اعلان نکړل. دهغه نوم ددوېم ځلی انتخاباتو د لغو کېدلو نه مخکی هم موجود و.



XS
SM
MD
LG