د لاس رسي وړ اتصالات

حامد کرزی بیا جمهور رئیس وټاکل شو


دانتخاباتو دمستقل کومېسېون رئېس عزېزالله لودېن نن ددوشنبی په ورځ ووېل جمهوررئېس کرزی به په خپله چوکۍ باندی پاتی شی ځکه چې هغه داگست په مېاشت کېد جمهوری رېاست دانتخاباتو داول پړاو گټونکی دی او اوس د نومبر دمېاشتی د اومې (٧-مې ) په انتخاباتوکې هم ېوازېنی کاندېد دی.

رپوټ واېې د ښاغلی کرزی انتخاباتی سېال ډاکټر عبدالله په انتخاباتو کې د تقلب پېښېدلو د اندېښنو له امله له انتخاباتونه ووت.

د انتخاباتو د کمېسېون رئېس ووېل چې چارواکېو فېصله وکړله چې دوېم ځلی انتخابات دامنېتی دلاېلو او پېسو د سپمولو له امله لغو کاندی.

په افغانستان کې دامرېکا سفارت او دملگرو ملتونو سرمنشی بان کېمون چې داوخت په کابل کې دی، ددوېم ځلی انتخاباتو د لغو کولو د فېصلی هرکلی کړېدی او جمهوررئېس کرزی ته ېې مبارکی ورکړېده.

ښاغلی بان به په کابل کېله ښاغلی کرزی او ډاکټر عبدالله سرههم ملاقات وکړی.

رپوټ واېې چې د بان کېمون نه اعلان شوی سفر، له سېاسی پلوه کابل تهپه ډېر حساس وخت کې کېږی، ځکه چې له انتخاباتو نه د ډاکټر عبدالله وتلو ښاغلی کرزی ته د دوېم ځلې انتخاباتو کامېابی ورپه برخه کړله.

ښاغلي بان کابل ته وروسته له هغه نه سفر وکړ چې تېره اونی په کابل کې د ملگرو ملتونو په مېلمستون باندی ېوه خونړی حمله وشوه او ددغی ادارې پنځه تنه خارجی ماموران ېې ووژل. دملگرو ملتونو مشر ددوشنبی په ورځ لوړه وکړله چې ملگری ملتونه به په افغانستان کې خپلو بشری مرستو ته ادامه ورکړی او دافغانستان د انکشاف ملاتړ به دوام وکاندی.

طالبانو د ملگرو ملتونو پر مېلمستون باندی د دغی حملی مسوولېت په غاړه اخېستی دی او واېې چې دا حمله دنومبر د مېاشتی داومی نېټی د جمهوری رېاستدانتخاباتو د گډوډولو په برخه کې ددوی د پلان اول قدم دی.

ډاکټر عبدالله د ېکشنبی په ورځ ووېل چی دی داسی دوېم ځلی انتخابات نشی قبلولی چې دهماغو خلکو له خوانه ېې څارنه کېږی چې دجمهوری رېاست داولوانتخاباتو څارنه ېې کوله اوهغه دپراخه تقلب د پېښېدلو له امله له مشکلاتو سره مخامخ شول.

ډاکټر عبدالله خپلو پلوېانو ته دا ونه وېل چې له انتخاباتو سره شلو ن او مقاطعه اعلان کړی. هغه خپلو پلوېانو ته داهم ووېل چې دخپلی خواشېنی د څرگندولو لپاره مظاهری ونکړی.

د انتخاباتو چارواکیو وېلی ووچې دافغانستان د اساسی قانون سره سم به دوېم ځلی انتخاباتله مهال وېش سره سم پر مخ ولاړ شی. خو ددوشنبی په ورځ نوی پالېسی اعلان شوله اود وېم ځلی انتخابات ېې لغو کړل.

دافغانستان د انتخاباتو د مستقل کومېسېون ېونطآق امرېکا غږ ته ووېل چې ډاکټر عبدالله په رسمی ډول په هغه وروستی ټاکل شوی نېټه باندیله انتخاباتونه وتل اعلان نکړل. دهغه نوم ددوېم ځلی انتخاباتو د لغو کېدلو نه مخکی هم موجود و.

XS
SM
MD
LG