د لاس رسي وړ اتصالات

د عمرونو توپیر یوه اداري ستونزه


د امریکا په دفتري ادارو کې د ځوان او زوړ نسل تر منځ توپیر په داسې حال کې رابرسېره کیږي چې په نړۍ کې دا ډیر وخت وشو چې اقتصادي بحران ادامه لري او د عمرونو دغه تفاوت تر ټولو ډیر زیان د زیات عمر لرونکو دفتري مامورینو ته رسولی دی.

له یوې خوا نه کله چې د موسساتو د دیوالي کېدو په نتیجه کې زاړه مامورین بې روزگاره شي نو بیا ورته ډیره مشکله وي چې بل کار روزگار پیدا کړي ځکه چې اکثره موسسې کوښښ کوي ځوانان جلب کړي ځکه چې په لږ معاش هم کار ته زړه ښه کوي.

د کریسچن ساینس مونیټر ویب سایټ څو موده مخکې په همدې اړه لیکلي وو، اکثره وخت کله چې د زیات عمر مامورین جذب شي بیا نو مشکل هغه وخت راپیدا شي چې دوی خپلو آمرینو ته راپور ورکوي. ډیر ځلې داسې کیږي چې د دوی سوپروایزران، مدیران او حتی د ادارې عمومي رئیسان له دوی سره د عمر دومره تفاوت لري چې د دوی د اولادنو او حتی د لمسیانو غوندې گڼل کیږي.

ډیر د لوړ سن مامورین رمز فهمه وي. دوی که په اداره کې نیمگړتیا ویني نو خبره له ځانه سره ساتي. خو یو شمیر بیا داسې دي چې خبره پټه نشي ساتلای. دوی باید هرومرو د هغو مدیرانو په خلاف خوله خلاصه کړي چې امر کوي خو د کار په کولو په خپله نه پوهیږي.

خو بلې خوا ته، د کم سن مدیران اکثراً په ذهن کې نوي نظریات او مفکورې لري، له نوې ټیکنالوژئ سره ډیر ښه بدل او ددې پروا هم چندان نه لري چې کار څومره وخت نیسي خو حتما یې باید پوره کړي او په دې اړه کې د هر ډول مشکل سره مقابله کوي.

ډیر خلک په دې عقیده دي چې اکثره ځوان آمرین له داسې زړو مامورین سره په جنجال کې اخته وي چې اصلاً د بدلون خبره ورته معنی نه لري او په خپلو پخوانيو نظریو کلک ولاړ او یوازې همهغه څه ورته صحیح ښکاري چې دوی پرې فکر کوي. ډیر د لوړ سن مامورین خو لا یوازې ددې لپاره کار ته ځي راځي چې خپل تقاعد ته زمینه برابري کړي او د دفتر ورځني معاملات ورته د ورځې د تیرو علاوه بل کوم مفهوم نلري.

پوښتنه دا ده چې، په دفتري ادارو کې د نسل د توپیر له دغه مشکلا سره څنگه مبارزه کیدای شي؟

د اداري چارو ماهرین په دې نظر دي چې د کم سن آمرینو ته په کار دي چې د لوړ عمر لرونکو مامورینو له تجربو او مهارتونو نه استفاده وکړي او د چارو په بهتره کولو کې د هغوی تجربي وپوښتي.

دغه ماهرین د زیات عمر لرونکو اداري مامورینو ته هم پیشنهاد کوي چې باید په نويو مفکورو او نظریو پسې وگرځي او معاصرې ټکنالوژئ سره د ځان د عیارولو کوښښ وکړي.

په کار ده چې دواړې خواوې یوه بل ته متقابل احترام ولري او په اداره کې د سپین ږیرو یا سپین سرو او ځوانانو تر منځ یو ذهني تفاهم موجود وي.

XS
SM
MD
LG