د برتانیې د دفاع د وزارت ماموران وایي چې د هلمند په ولایت کې یوه افغان پولیس د برتانیې پنځه عسکر ویشتلي او وژلي دي.
د دفاع دوزارت ماموران وایی چې دا پیښه پرون وشوه.
دغه مسلح پولیس په یوې امنیتي پوسته کې یو ناڅاپه پر برتانوی عسکرو ډزې وکړې او وتښتیده.
د ناتو او افغانستان د کورنیو چارو د وزارت یوه شریکه اعلامیه وایی په دغه پیښه کی شپږ نور برتانوي عسکر او دوه افغان پولیسان هم زخمیان شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت وعده وکړه چې په دې اړه به عادلانه او منصفانه تحقیقات وکړي او ټوپکولا به راپیدا کړي او معلومه به شي چې هغه ولی دا کا ر وکړ، مقصد یې څه ؤ؟
بریتانوي عسکرو پولیسو ته روزنه ورکوله او په امنیتی پوسته کی یو ځای ورسره اوسیدل.
نن د بریتانیی صدراعظم گورډن براون دغه حمله وغندله او د پنځو بریتانوي عسکرو وژل یې یو دردونکی تاوان وباله.
د تیر کال نه را په دی خوا په افغانستان کی د خارجی قووا په خلاف د طالبانو حملی ډیرې زیاتې شوي دي او افغان او خارجي عسکر کوښښ کوی چې مخه یی ونیسی.
نن ناتو اعلان وکړ چې د افغانستان په مختلفو سیمو کې یې د پنځو نظامي عملیاتو په دوران کی څو تنه تندروان د وسلو او چاودیدونکو موادو سره یو ځای نیولي دي.