د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان: پوځ د طالبانو مهم مرکز ته رسیدلی


دپاکستان پوځ وایې چې عسکر یې په جنوبی وزیرستان کې د طالبانو یوه مهم مرکز ته ورنږدې شوي دي او فعلا د دواړو خواو تر منځ ډیر سخت جنگ روان دی.

د پاکستان د پوځ یوه مطبوعاتي اعلامیه چې نن خپره شوه وایې، د تیرو دریو هفتو جنگ نه وروسته اوس پاکستاني عسکر د جنوبي وزیرستان په لډه نومې غرني ښارگوټي کې د طالبانو سره په سړکونو او لارو کې مخامخ جنگ کوي.

د پاکستان پوځ وایې چې تر اوسه پورې یې لس جنگیالي په دغه جنگ کې وژلي دي او شل تنه نور یې د جنوبی وزیرستان په نورو برخو کې ووژل.

د پوځ اعلامیه وایې چې اته عسکر هم زخمیان شوي دي. خو په ازاد ډول د پاکستان د پوځ ددغو دعوو تصدیق کیدل مشکل دي ځکه چې ژورنالستان نه پریږدي چې د جنگ د صحنې نه راپور ورکړي.

له بلې خوا د صوبه سرحد د باجوړ ایجنسۍ محلي ماموران وایې چې وسله والو طالبانو نن د سړک په غاړه په یوه ناڅاپي حمله کی د یوه ښوونځي دوه ښوونکې ووژلې.

د پاکستان د حکومت محلي ماموران وايي چې وسله والو سړه ددغو ښوونکو پر موټر باندې د اتوماتیکو وسلو په وسیله د باجوړ مرکز خار سره نژدې ډزې وکړې، دوه تنه یې ځای په ځای ووژلې او دوه نورې یې زخمیانې کړلې.

XS
SM
MD
LG