د لاس رسي وړ اتصالات

د ملگرو ملتونو مامورین د افغانستان له ناامنو سیمو وځی


ملګري ملتونه وايي چې د امنیتي دلایلو له وجې به لږ تر لږه شپږ سوه خپل نړیوال کارکونکي په افغانستان کې د موقت وخت دپاره نورو ځایونه ته واستوي.

د ملګرو ملتونو ویاند وايي چې دغه سازمان پرېکړې کړې چې د یوولس سوه کارکونکو د جملې نه تقریباْ نیمايي یې د افغانستان دننه او یا هم دباندي خوندي ځایونو ته انتقال کړي.

د ملګرو ملتونو دغه پرېکړه په داسي حال کې کېږي چې تېره اونۍ طالبانو په کابل کې د ملګرو ملتونو پر یوه میلمستون باندې حمله وکړه او ددغه سازمان لږ تر لږه پنځه کارکونکي یې ووژل.

همداشان د ناټو قواوو نن د پنجشنبې په ورځ وویل چې یو آمریکايي عسکر د افغانستان په ختیځ کې د پلي ګزمې پر وخت د یاغیانو په حمله کې ووژل شو. ناټو دا هم ویلي دي چې قواوو یې د خوست او وردګو په ولایتونو کې څو مشکوک یاغیان وژلي دي.

په عین حال کې د بریتانیا صدراعظم ګورډن برون وايي چې که څه هم چې د سې شنبې په ورځ د هلمند په ولایت کې پنځه بریتانیوي عسکر ووژل شول ملک یې اوس هم د افغانستان جګړې ته متعهد دی. په دې پېښه کې یو افغان پولیس هم وژل شوی دی.

XS
SM
MD
LG