د لاس رسي وړ اتصالات

د ١٩٢٧ کال د امریکا مرگاني بارانونه


د١٩٢٧ م دنومبر په څلورمه نیټه په نیو اینگلینډ کې لس ورځی سخت باران وریدلی وچې په نتیجه کې سیلاونه راوتلل؛ په سیلاونو کې دوه سوه تنه وژل شوی وواو په میلونو ډالره ئې تاوان ئې اړولی و. په ځاصه توگه دغه طوفان دورمنټ شنه غرنی سیمه سخته ځپلی وه.

لدی نه څوهفتی دمخه موسمی طوفان دکربین سیمه سخته ځپلی وه. په داسی حال کې چې دغه طوفان شمال خواته حرکت وکړچې دسړی هواسره ئې ټکر وکړ او دا سړه هوا دکاناډا له پلونه راغلی وه . وروسته بیا دنیویارک دهوډسن دسیند په ناوه کې را ایساره شوه چې دنیویارک شمال پلوته ، په ورمنټ او دماساچوسټ لویدیځ پلوته دسختو بارانونو سبب شو .

دغه باران په ورمنټ کې دوینوسکی په سیند باندی ډیره اغیزه کړی وه چې ددغه سیند په اوږدوکې سیلاو را ووت. په زرگونو کسانو له خپلو کورونو نه ووتل ځکه چې اوبه له حد نه زیاتی شوی وی. دسیلاونو له را وتلونه وروسته په هفتو هفتو ډیر واړه ښارگوټی داوسیدو وړنه و. دغو سیلاونوټول ټال اته ویشت میلونه ډالر تاوان اړولی و.

د١٩٢٧ م کال دنیواینگلینډ سیلاو لومړی سیلاو نه وچې په دغه کال کې په هیواد کې راغلی و. داپریل نه تراگست دمیاشتی پوری دمیسیسیپی په سیند کې دا سی سیلاو راغلی و چې په تاریخ کې ئې ساری نه لاره .

XS
SM
MD
LG